کابل ټکی کام(یک شنبه،۲۶کب، ۱۳۹۷ل):
د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیک وايي، هغه لسګونه سرحدي پولیس چې تیره ورځ د طالبانو د بریدونو له ویرې د ترکمنستان پولې ته تښتېدلي وو او غوښتل یې چې ترکمنستان ته لاړشي، د ترکمن چارواکو له انکار وروسته طالبانو ته تسلیم شوي دي.
عبدالعزیز بیک زیاتوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې د ترکمنستان سفارت څخه غوښتل شوي وو چې تښتېدلو افغان پولیسو ته د ترکمنستان خاورې ته د داخلېدو اجازه ورکړي؛ خو بیاهم ترکمن چارواکو د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات غوښتنلیک ته منفي ځواب ویلی وو.
ښاغلي بیک سلام وطندار راډیو ته ویلي، چې له ۱۰۰ زیاتو سرحدي پولیسو غوښتل ترکمنستان ته پناه یوسي؛ خو د ترکمن چارواکو له انکار وروسته ګڼ شمېر سرتیري مجبوره شوي، چې طالبانو ته تسلیم شي.
د بادغیس د ولایتي شورا رئیس وايي، د بالامرغاب ولسوالۍ موریچاق سیمه کې د سرحدي پولیسو د محاصرې موضوع یې ولسمشر، غني اجرائیه رئیس عبدالله او ټولو امنیتي چارواکو سره شریکه کړې وه؛ لیکن هغوی تر اوسه نه دي توانېدلي چې دغه سرتیري د طالبانو له کلابندۍ خلاص کړي.
په همدې مهال د بادغیس د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر شیرآغا الکوزي هم د بالامرغاب ولسوالۍ په موریچاق سیمه کې ترکمنستان ته د سرحدي پولیسو د تېښتې موضوع تاییدوي؛ خو زیاتوي چې سیمې ته یې تازه دمي سرتیري استولي، ترڅو تښتېدونکي سرحدي پولیس بیرته خپل هېواد ته را وګرځوي.
وسله والو طالبانو هم د بالامرغاب ولسوالۍ په موریچاق سیمه کې د ۴۰ تنو سرحدي پولیسو د تسلیمۍ خبره مني او زیاتوي چې ۲۰۰ تنه نور لاهم محاصره دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ مرکز او موریچاق سیمه کې د ملي اردو او سرحدي پولیسو کنډکونه د طالبانو لخوا سخت کلابند دي او تر اوسه په لسګونو پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.















