د نیوزلنډا په پیښه کې: یوه افغان په تش لاس د لسګونو خلکو ژوند ژغورلی

ژباړن: روحانی ( له الجزیرې نه په مننې)

یوه افغان مهاجر عبدالعزیز د نیوزلندا د کریسټ چیرش ښار په لینوود مسجد کې د هغه سفاک تروریست په وړاندې خپله اتلولي ښودلې چې یو زیات شمیرکسان یې ووژل.
د اسټرالیا ای بی سی چینل په وینا 48 کلن عبدالعزیز نیوزلنډا ته ۲۵کاله مخکی کډوال شوی و.
عبدالعزیز په تش لاس د ترهګر برینټون ټارنت مخې ته سپر شو او په مسجد کې یې د لمانځه خونې ته له ننوتو منع کړ.
عبدالعزیز یاد بریدګر د موټرو تم ځای ته له راتلو سره سم لومړی په خبرو مشغول او بیا یې مسجد ته له ننوتو منع کړ.
د عبدالعزیز زړورتیا په هغه پیښه کې د خورا زیاتو کسانو د وژل کیدا په ژغورلو کی مرسته وکړه چی ترهګر۴۲ کسان په النور مسجد کی ووژل، او ورپسې د خپل موټر په واسطه لینوود مسجد ته چی له لومړی مسجده په ۵ کیلومتره واټن کي پروت دی ولاړ اوهلته یې نور ۷ کسان ووژل.
د لینوود مسجد امام لطیف ألابی د پیښی په اړه تفصیلاتو کی وویل:
ما د باندی یو آواز واورید، لمونځ مې پریښود، د کړکۍ نه مې د باندې وکتل، یو کس می ولید چی نظامی لباس یې پر تن دی او په ښکنځلو کولو لګیا دی دغه مهال وپوهیدم چې خبره بله ده، سړی وژونکی دی.
د مسجد په داخل کی نږدی ۸۰ کسان موجود وو ما ټولو ته چیغې کړې چې ځانونه خوندي کړئ، خلک زړه نا زړه شول، یوه شیشه ماته شوه او یوه سړي له کړکۍ ځان وغورځاوه له همدې ځایه زمونږ دغه ورور عبدالعزیز ووت او له ترهګر سره یې مقابله پیل کړه، او ویې کړای شول څو هغه هلته مصروف کړي، چې له کبله یې مونږ وژغورل شوو، که ترهګر په ننوتلو توانیدلای وای نو مونږ ټول به یې وژلی وو
عبدالعزیز وویل هغه وروسته له هغې د باندی متوجه شو چې د وسله وال آواز یې واورید هغه ترهګر ته ورچیغې کړې چې:
ای! دې خوا راشه!
دا د دې لپاره چې ذهنیت ګډوډ کړي.
عبدالعزیز وایی چې د کارتونو د لوستلو یو ماشین یې تر سترګو شو چې د ده تر څنګ و هغه یې راواخیست او ترهګر یې پرې وویشت، څو د مقابلې لپاره یې ممد واقع شي.
عبدالعزیز وایی چې هغه تارانت هغه مهال وشړلو چې خپل موټر ته د بلې وسلې د راخیستلو لپاره رهي شو.
عبدالعزیز د خپلو ۱۱ او ۵ کلنو بچیانو چیغې واوریدې چې ویل یې:
پلاره! راشه!
دا په داسې حال کې چې ترهګر وسله راخیستې وه او ډزې یې کولې، او د ټوپک شپیلۍ یې د ده لور ته نیولې وه خو ویې نشوای کړای هغه وولي ځکه چې هغه د موټرو په مینځ کې پتیدو راپټیدو.
عبدالعزیز د موټرو په مینځ کې د پټیدو راپټیدو پر مهال پر هغه تمانچه وربرابر شو چې له ترهګر نه پاتې وه، هغه یې راواخیسته خو چې ما شه یې زور کړه نو کارتوس پکې نه وو، تمانچه یې د ترهګر پر لورې ورګوزار کړه او هغه یې پرې وویشت، دا په داسې حال کې چې ترهګر هڅه کوله څو بله وسله له خپل موټره راواخلي.
تمانچې یې د موټر شیشه ورماته کړه، او ترهګر یې وارخطا کړ او له خپلې جرمي ډرامې یې پښې وښوییدې.
عبدالعزیز د ترهګر شړلو ته د ترافیکي اشارو تر څلور لارې ادامه ورکړه تر دې چې ترهګر وتښتید.
په مسجد کې د برید پر مهال نږدې ۱۰۰ لمونځ کوونکي پټ شوي وو ټول پرته له زیان لیدلو راووتل.
عبدالعزیز، رویټرز ته په خپلو څرګندونو کې وویل:
کله چې زه مسجد ته بیرته راغلم ګورم چې ټول په نهایت ویره کې دي او هر یو د ژغورنۍ هڅه کوي ما ټولو ته وویل:
وروڼو!
تاسې نور خوندي یاست هغه ولاړو وتښتیدو، بیا ټولو له خوشحالۍ نه چیغې کړې او سخت سخت یې وژړل.
عبدالعزیز د افغانستان د کابل دی له خپل هیواد نه د جنګونو له کبله څو کاله مخکې وتلي دی او اوس له دوه نیمو کلونو راهیسې په کرایست چیرش ښار کې اوسیږي او د کورونو د سامان د خرڅولاو پلورنځي لري.
عبدالعزیز په ټینګه وویل چی هغه د ترهګر پر وړاندې هیڅ ډول ویره نه احساسوله، د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر خپل ژوند نه ویریدې؟
وویل: چې دا تقدیري مسائل دي او هر څه د خدای تعالی تر خوښې پورې اړه لري د الله خوښه وه چې زما د مرګ نیټه یې لا نه وه راوستې.
د یاد هیواد په تاریخ کې دا تر ټولو بدترینه او سخته خونړۍ پيښه ګڼل شوې، د یاد هیواد صدراعظمی د پیښې په تعقیب وویل چې دا د نیوزیلنډا په تاریخ کې توره ورځ ده.
استرالیایی ترهګر برینتون هاریسون تارانت چې ۲۸کلن دی د کرایست چیرش په ابتدائی محکمه کې پری د بندی کیدا حکم شوی او تر هغې به په بند کې وی چی څو د راتلونکی اپریل په ۵مه سترې محکمې ته وړاندې شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button