طالبانو دبادغیس له نیول شویو دولتي عسکرو۵۸ تنه ازادکړي

کابل ټکی کام(سه شنبه،۲۸کب، ۱۳۹۷ل)

طالبانو په رسمي اعلاميه کې ويلي چې ،د خپل مشرشیخ هبة الله اخندزاده په امر يې همدا نن د بادغيس ولایت دبالا مرغاب په ولسوالۍ کې  ۵۸ تنه افغان سرتيري له بند څخه آزاد کړي دي.داهغه سرتيري دي چې یوتعداد یې روانه اونۍ طالبانوله سختو جګړو وروسته ونیول.اویو تعدادیې هغه سرحدي ځواکونه دي چې د ترکمنستان پولو ته ولاړل،اودپناه غوښتنه یې وکړه خوترکمنستاني چارواکو دوی ته له پناه ورکولو څخه انکار وکړ چې بالاخره مجبور شول څو وسلوالو طالبانوته دتسلیمۍ لاسونه پورته کړي.

یادونه باید وکړو چې په وروستیو کلونو کې طالبانو دولتی ځواکونو ته دترحم غیږه پرانیستې ده، نوځکه ډلې ډلې دولتي ځواکونه ددوی لیکوته ورځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button