ایران: امريکا افغانستان ته داعش وسله وال ليږدوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۹)
د ايران پارلمان ويلي ، چې امريکا او ځينې متحدين يې هڅه کوي څو هغه داعش جنګيالي چې په عراق کې يې ماتې خوړلې افغانستان ته وليږدوي.
ايراني چارواکي ادعا کوي چې امريکا او متحدينو يې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د داعش جنګياليو ملاتړ کړی او غواړي په سيمه کې يې د خپلو موخو لپاره وکاروي.
د ايران پارلماني غړو پر ملګرو ملتونو غږ کړی څو دغه مسئله جدي ونيسي او د امريکا د دغه ناقانونه کړنو پر وړاندې اقدام وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې ايراني چارواکي ورته ډول ادعاوې کوي بلکې تر دې مخکې هم ایران او روسيې ويلي چې نامعلومه چورلکو په افغانستان کې داعش جنګياليو ته وسلې او د هغوی وسله وال په خپلو چورلکو کې له يوې سيمې بلې ته ليږدوي.
تر دې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې ځينو غړو هم ورته ډول راپورونه ورکړي چې په وينا يې امريکا د جګړو په ليکو کې د داعس ملاتړ کوي.
څو مياشتې مخکې په جوزجان ولايت کې سلګونه داعش وسله وال چې د طالبانو تر بريدونو لاندې راغله نو د ملي يووالي حکومت په ځانګړو چورلکو کې د جګړې له سيمو وايستل شول.



