یوناما په کندوز کې دملکیانو وژنه تائیدکړه

کابل ټکی کام(دوشنبه،۵وری،۱۳۹۸ ل)

یوناما په افغانستان کې د کندوز ولایت په هوایي بریدونو کې د ١٣ ملکي وګړو وژل کېدل تایید کړل.

نن دوشنبه(وري ٥مه) د یوناما له دفتر څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا هوایي بریدونه د افغانستان په کندوز ولایت کې د نړیوالو ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.

یوناما ویلي په دغه هوایي برید کې  وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې لس ماشومان هم په کې شامل دي چې د نا امنیو له امله له خپلو مېنو بې ځایه شوي وو.

د کندوز ولایت یو شمېر اوسیدونکي هم وایي د جمعې په شپه د تلوکه په سیمه کې چې د کندوز له ښار سره نږدې سیمه ده د هوایي بریدونو په پایله کې د یوې کورنۍ ١٣ تنه غړي وژل شوي دي.

یوناما داسې پېښو له زیاتېدو او د ملکي وګړو ته د تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې په جګړو کې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د هوا په ګرمېدو سره هر کال دولت او وسلوال طالبان له خپلو طرفونو عملیات اعلانوي او وروسته له هغه بیا تر هغه نومونو لاندې جګړو ته دوام ورکوي، هرکال د هوا په ګرمیدو سره جګړې زور اخلي او د افغان ځواکونو په ګډون وسلوالو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوړي، چې د جګړې په ګرمېدو سره د نړیوالو ځواکونو له لوري هم هوایي بریدونه کیږي او ډېر کله په کې ملکي وګړو ته تلفات اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button