
د موهاکس تاریخ جوړوونکې جگړه
سلیمان د خپل یو تن استازې په بدل کې د ټول اوروپا جنګ ته ودانګل
دکتور علي الصلابى
ژباړه : عبد الله صدیقي
کله مې چې دا کیسه لوستله نو ګومان مې کولو چې دا به یوه خیالي افسانه وي، بیا مې د دې تاریخي پېښې تحقیق وکړ نو رامعلومه شوه چې دا یوه حقیقي پېښهه ده، د غربیانو کتابونو کې هم د دې جگړې تاریخ موجود دی، په دې پيښه کې د مجارستان بادشاه او ورسره زرګونه نخبه عسکر ووژل شول. د دغو عسکرو قبرونه اوس هم په مجارستان کې شتون لري او مجاریان یې لیدو ته ورځي. دا داسې تاریخي جگړه وه چې ټول اروپایان یې لړزولي او له همدې امله اروپایي تاریخ لیکونکي د غچ اخېستنې په موخه د عثماني خلافت د تاریخ د مسخه کولو هڅې کوي، هغوی ته ښکيلاکګر وايي او بالاخره عثماني خلافت يې رنځور انسان باله.
دا جگړه باید د مسلمانانو په حيث مونږ ټولو د خپلو ښوونځيو او ديني مدرسو په نصاب کې شامل کړې وای. او د خپلو اتلانو تاریخ مو ژوندی ساتلی وای.
په حقیقت کې دا اروپایانو ته یوه لوی ناورين و، چې اروپایان يې هېڅ کله هم نشي هېرولای.
دا جگړه ولې او څنګه پېښه شوه؟
دا د 1526میلادی کال د اګست میاشتې د 29مې نېټې خبره ده په دې وخت کې د عثماني خلافت په تخت باندې د عثمانیانو مشهور خلیفه او د بشریت تاریخ جوړونکی شخصیت سلیمان قانوني ناست و، دی چې د نړۍ په تاریخ کې خورا زیات شهرت لري او 52 کاله يې خلافت کړی و، خورا قوي، مدبر او زړور جنګیالی و. اروپايي هېوادونو به ورته جزیه ورکوله، یو ځل يې خپل استازي د مجارستان بادشاه (ویلادیسلاف دوهم) ته، چې په همدې وخت کې د ټولې اروپا مشر هم و، د جزیې اخیستلو لپاره واستاوه، مجارستان په دې وخت کې د اروپا یو غښتلې نظامي مرکز هم و.
کله چې د قانوني استازي هلته ورسېد نو د مجارستان بادشاه د واتیکان د پاپ په اشاره هغه حلال کړ او د جزيې ورکولو نه يې انکار وکړ. په داسې حال کې چې نوموړي؛ د واتیکان کلیسا او اروپایانو وار له مخکې نه ځانونه جنګ ته تیار کړي وو.
سلیمان قانوني دخپل استازي په وژل کېدو سخت غبرګون وښود او سملاسي يې د جگړې لپاره یو لوی لښکر تیار کړ چې سل زرو جنګیالیانو، 350 توپونو او 800 کشتیو نه تشکيل شوې و.
اروپایانو هم یو لوی لښکر تیار کړ چې 21 هېوادونو پکې برخه واخیسته، یعنې د اروپا ټوله لويه وچه پکې ورگډه شوه. یوازې د فرانسې او پرتګال ځینو ولایتونو پکې گډون نه درلود.
د دوی د لښکرو شمېر دوه سوه زرو کسانو ته ورسېد، چې پنځه دېرش زره کسان يې آسپ سپاره وو، چې په زرې سمبال وو.
د دې جگړېې د رهبري لپاره د سلطان محمد الفاتح لمسی سلیمان قانوني خپله ووت او 1000 کیلو متره لاره يې ووهله په لاره کې يې د دښمن ډېرې کلا ګانې د لارې د امنیت په خاطر ولکه کړې.
د بلګراد قلعه يې هم ونيوه، چې خورا ډېره غښتلې وه. خپل لښکر يې د (توله) له مشهور نهر څخه واړاوه او د ټولې اروپا د لښکر د مقابلې لپاره يې د مجارستان جنوب ته ځان ورساوه او په موهاکس دره کې يې لښکري پړاو واچاوه، يعنې دلته يې اروپایانو ته انتظار کاوه.
د اروپايي لښکرو د رهبري لپاره د مجارستان بادشاه (یلاد)او واتیکان پاپ له لښکر سره راغلل.
دواړه لښکرې یو بل ته په موهاکس نومې سيمه کې مخامخ شوې، قانوني د دښمن د ځواک او شمېر ارزونه وکړه، یوه شي د هغه پام ځان ته ډېر واړاوه، هغه د دښمن زیات شمېر آسپ سپاره وو، چې ټول د اوسپنو په زريو باندې پوښلي و، د غشو او مرمیو رسېدل او یا له دوی سره پهلواني کول ناشونی کار ښکارېدو. سلیمان معلومه کړه چې همدوی کولی شي د جنګ پایله بدله کړي.
د سلیمان قانوني تکتیک
سلطان قانوني د سهار لمونځ خپل لښکرو سره اداء کړ، د خپل لښکر مخې ته ودرېد او یوه ولوله ايزه وينا يې وکړه په داسې حال کې چې د اروپایانو لوی لښکر چې وروستۍ برخه یې نه لیدل کېده، دوی ته ښکارېده.
د سلطان د له ولولو ډکې وينا نه ټول لښکر په ژړا شول او د اسلام د لوړوالي لپاره يې وینې په رګونو کې په جوش راغلې، ځکه دوی یوه تاریخي جنګ ته مخته کیږي.
د معرکې پیل
سلطان قانوني د جنګ میدان ته له یوه ځانگړي پلان سره ورننوت، خپل سل زره کسیز لښکر یې په درې صفونو د 10 کیلو مترو په اوږدوالي وويشه او خپور کړ.
د لښکر په اوله برخه کې يې خپل ځانگړي کومندویان ځای پر ځای کړل، د دوی تر شا یې آسپ سپاره ودرول، دوی سره پلي او پیاده عسکر هم وو، په اخر او دریم صف کې سلطان او توپ ویشتونکي ځای پر ځای شول.
دښمن د مازیګر د لمانځه نه وروسته په ناڅاپي ډول يرغل وکړ، سلطان خپلو کومندیانو ته چې لومړي صف کې ولاړ وو، امر وکړ چې یوازې یو ساعت د دښمن سره مقاومت وکړي او بیا دې ميدان پرېږدي او شاتگ دې وکړي.
آسپ سپرو ته يې هم امر وکړ چې دښمن ته دې مخه ورکړي، او له میدان نه دې وتښتي خو شاته به نه ځي بلکې ښي او چپ لوري ته دې شاتگ وکړي.
سخت جنګ شروع شو چې د اوسپنو او غوښو ټوټې اسمان ته پورته کېدې. کومندویانو یو ساعت په مېړانه د دښمن مقابله وکړه او د دښمن په پليو ځواکونو، چې شل زره کسان وو؛ يې دوه ځله پرلپسې بريدونه وکړل او پوپنا يې کړل.
په همدې حال کې د اروپایانو د دوهم صف آسپ سپرو چې په پوره ډول يې ضد زرې اغوستې وې او ورسره 60 زره نور عادي آسپ سپاره مل وو، د مسلمانانو په پلې ځواک او د اول صف کومندویانو باندې بې درېغه يرغل وکړ.
په همدې وخت کې دکومندویانو د تېښتې او د شاتګ وخت هم راورسېد، دوی شاتګ وکړ، د دښمن يرغلېز ځواک فکر وکړ، چې گوندې دوی مو په شا کړل نو دښمن د خپل ټول ځواک او توان سره د کومندویانو صفونو ته ور ننوتل. د دوهم صف آسپ سپرو هم خپل ځایونه پرېښودل او د سلطان د امر سره سم يې ښي او چپ لوري ته شاتګ وکړ او میدان يې پرېښود.
د دوهم صف د تېښتې سره دښمن نور هم ګرم شو او مخامخ یې د مسلمانانو په مرکزي ځواک او د قومندې په مرکز باندې وروځغاستل، چېرته چې سلطان قانوني هم د توپخانې سره شتون درلود.
دښمن ته معلومه وه چې قانوني له همدې ځایه قومنده ورکوي او د ماتې او بريا کلي همدلته ده نو هغوی خپل ټول پام مرکز لوري ته کړ او په پوره ځواک او شدت سره يې د قومندې په مرکز بريد وکړ، د دغو بريد کوونکو شمېره سل زره آسپ سپرو ته رسېده.
دښمن فکر کاوه چې همدا د عثمانیانو د پاي ټکې دي او دا نقطه به په اسانۍ سره له منځه یوسي او جنګ به وګټي، کله چې د دښمن د لښکر ځواکمنه برخه سل زره آسپ سپاره چې دوی ډېر پرې نازېدل، د عثماني ځواکمن مرکز ته نژدې شول، نو د سلطان د هدایت سره سم په ناببره توګه د سلطان توپچي ځواکونو په دوی د توپونو ډزې پیل کړل، د اروپایي لښکر دغه سل زره کسېزه ډله د توپونو تر اور لاندې راغله، په دوی له هر لوري نه د توپونو مرمۍ او د اور سکروټې ورېدې، اروپايي لښکر له یوه لوی ناورین سره مخ شو، يه یوه ساعت کې د دوی نیم لښکر چې ټول آسپ سپاره و، ناکام او ختم شول او د تاریخ یوه برخه وګرځېده.
د اروپا پاتې لښکر په وروستیو صفونو کې د تېښتې هڅې وکړې، ډېرې د توله په سیند کې ډوب شول او ځینې د خپلو ملګرو تر پښو لاندې مړه شول. په زرهاوو کسان سیند کې لاهو شول، هغه آسپ سپاره چې د اوسپنې زغرې يې اغوستې وې د توپونو دګرمو لمبو خوراک شول.
په پاي کې اروپايي لښکر د تسلیمۍ بیرغونه پورته کړل خو سلطان قانوني له ځانه سره بله فیصله کړې وه، داسې فیصله چې تر قیامته به د اروپایانو له ماغزو ونه وځي، آن چې د نیوزیلاند د وروستنۍ پيښې د قاتل هم لا نه و هېر شوي
د قانوني دا فیصله داسې وه چې اسیران او بندیان به نه نیسو
عثمانیانو ته چې کوم کس تسلیمېده له هغه به يې وسله واخیستله او جنګ به يې پرې کولو او هغه به يې وواژه.
د سلطان دغه پرېکړه اروپايي لښکر دې ته مجبوره کړه، چې تر مرګه وجنګیږي او تسلیم نه شي، جنګ د مسلمانانو په ګټه تمام شو.
د مجارستان بادشاه ویلاد، د مسیحي نړۍ اووه پاپان او د واتیکان د پاپ ځانگړي استازي ووژل شو.
له دې سره سره د دښمن نهه اویا زره آسپ سپاره هم ووژل شول، او 25 زره زخمیان بندیان شول.
تر فتحې وروسته دخلافت له لوري د مجارستان په پایتخت کې یو لوی پوځي رسم لمانځنه ترسره شوه، او ټولو د قانوني د درناوي په پار د هغه لاسونه ښکل کړل، آن چې د خلافت صدراعظم هم د قانوني لاسونه ښکل کړل.
قانوني په مجارستان کې دوه ورځې پاتې شو، هلته يې کارونه منظم کړل او بیا ترکیې ته ستون شو. د مسلمانانو دا تاریخي فتحه مجارستان په دریو برخ وويشه، یوه برخه باندې عثمانیانو ولکه ټینکه کړه، دوهمه برخه باندې هابسبوګ سلطنت قبضه وکړه او دریمه برخه باندې ترانسلوینا قبضه وکړه،
په ټوله اسلامي نړۍ کې د دې فتحې خبر خپور شو او له مکې مکرمې، مدینې منورې، بیت المقدس ، مصر او نورو ولایتونو څخه دخلیفه په نوم د مبارکۍ پيغامونه استنبول ته ورسېدل. او د اسلام دغه اتل ته يې مبارکي وویله.
د اروپا او خصوصا د مجارستان د لښکرو اتلولي له خاورو سره خاورې شوه او تر اوسه پورې مجاریان له دې ماتې نه په رواني توگه ځوریږي.
په دې ستره جگړه کې د سلطان د قوي تدبیر له برکته یوازې 1500 کسان شهیدان او 3000 کسان ټپيان شول، او اسلامي لښکر په خپل پوره توان پاتې شو.
دا په تاریخ کې ټر ټولو بې بېلگې جگړه ګڼل کیږي؛ ځکه چې په کم وخت کې فیصله شوه او مغرور اروپایان یې سره له ډېرو وسائلو له خاورو سره خاورې کړل. تر دې چې د دې معرکې نه اوس هم اروپايي تاریخ لیکوونکي اغيزمن دي او په لیکلو کې له کینې او بغض نه کار اخلي.
دا زمونږ تاریخ دی او دا زمونږ اتلان
سرچېنې
روائع من تاريخناالإسلامي
مائة من عظماء الامة غيروا مجرى التاريخ



