(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۶)
له امريکا خپريدونکې نشنل انټرسټ مجلې په يوه مقاله کې ليکلي، په افغانستان کې د امریکا اوسنی پوځي سياست ناکام دی.
د سرچينې په وينا، په دغه هيواد کې د پوځي حالت دوام او د امريکا د ماتې پړه بايد يوازې پر نظاميانو ځکه وانه چول شي چې په وينا يې د زرګونو پوځيانو د جنګيدو تر څنګ بايد د بهرنيو چارو وزارت هم هڅه کړې وه چې د ديپلوماسۍ له لارې يې تر يوې اندازې وضعيت کنترول کړی وی خو یاد وزارت په افغانستان کې د سياسي نفوذ په درلودلو نه دی بریالی شوی.
نشل انټرسټ ليکي، امريکا په افغانستان کې له کلونو راهیسې جګړه مخته وړي، تلفات ورکوي په ملياردونه پيسې يې ولګولې خو لا هم د امنيت په ټينګښت، د سولې په راتلو او قوي حکومت په راوستو نه دي بريالي شوي.
یادې خپرونې پر امريکايي چارواکو غږ کړی څو په دغه هيواد کې خپله جنګي تلاره بدله او د ديپلوماسۍ لارې چارې ولټوي او هڅه وکړي چې دايمي سوله راولي.


















