(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۶)
د پاکستان سترې محکمې د دغه هيواد د پخواني پوځي ولسمشر پرويز مشرف د قضيې ځنډولو غوښتنه رد کړې ده.
د پاکستان قاضي القات اصف کهوسه ويلي، د پرويز مشرف نه محاکمه کيدل په دې معنی دي چې دغه هيواد کې ځينې کسان له قانون نه زيات په قدرت کې دي زياتوي پرويز مشرف به خامخا محاکمه کيږي.
سترې محکمې ويلي، مشرف ته چې کله هم محکمې ته د حاضريدو وويل شي نو نوموړی د ناروغۍ په پلمه روغتون ته ولاړ شي.
اصف کهوسه ويلي، که مشرف خپله محکمې ته نه شي حاضريدی نو د سکايپ له لارې دې خپل بيان ورکړي.
د دغه هيواد په پخواني پوځي ولسمشر مشرف په ۲۰۱۴م کې د مشرف خلاف د غدارۍ قضيه پيل شوې چې لا هم نوموړی محکمې ته نه دی حاضر شوی.
مشرف دا مهال په يوه کمسارې ناروغۍ اخته دی او په دوبۍ کې ژوند کوي وايي، د ناروغۍ له کبله پاکستان ته نه شي تللی.


















