داعش: ریاض کې برید زموږ کسانو کړی

تیره ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې څلور بریدګر مخکې تر دې چې موخې ته ورسیږي د پولیسو لخوا ووژل شول

د سعودي د رسنیو له قوله چې بریدګرو هڅه کوله ترڅو د ریاض د زلفي په نوم ښارګوټي کې د پولیسو یو مرکز په نښه کړي خو په وینا یې چې د برید مخه یې ونیول شوه

داعش وسلوالې ډلې د دې برید مسؤلیت منلی دی

دوی نن په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د ریاض بریدګر زموږ له ډلې سره تړاو لري

د ځینو راپورونو له مخې چې په بریدونو کې څلور امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button