د ترکي رسنیو د راپور له مخې چې امنیتي ځواکونو ۲۰۷ تنه ناقانونه افغان کډوال نیولي چې ډیر ژر به یې بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي
دا کسان ټول د وان ولایت په حصار، ګلستان او حاجي بکر په کلیو کې نیول شوي دي
د وان ولایت امنیه قومندانۍ هم په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې ۲۰۷ تنه افغان کډوال، ۵۲ تنه پاکستانیان او یو بنګلدیشی د دوی لخوا نیول شوي
نیول شوي کسان له تحقیقاتو وروسته د کډوالو چارو ریاست ته سپارل شوي چې هغوی به یې ډیر ژر خپلو هیوادو ته ورستانه کړي
دا لومړی ځل نه دی، بلکې ترکیې تر دې وړاندې هم څو ځله ناقانونه افغان کډوال نیولي او هیواد ته یې راستانه کړي دي

















