هلمند: ګرشک کې امریکايي عسکرو د شپې په چاپه کې د یوې ماشومې په شمول دوه تنه وژلي

کابل ټکی کام عبدالله هاشمي
د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې تېره شپه تقریباً ۱۲ بجې، ددې ولسوالۍ اړوند د حیدراباد د وزیرانو د غونډۍ په سیمه کې امریکايي عسکر د چاپې په موخه د هلیکاپټرو په مټ ښکته شول او په کلي کې په یوه کور دننه شول، چې سمدلاسه یې ناتاره ډزې پيل کړې او د یوې ماشومې په شمول دوه کسه میلمانه یې په شهادت ورسول.

خبر زیاتوي چې په مهمانخانه کې د کور دوه تنه میلمانه ویده وو چې امریکايي عسکرو ژوندي ونیول او بیا یې په شهادت ورسول، او وروسته د کور انګړ ته دننه شول، د زنانه وو بکسونه او کوټې یې تلاشي کړې،  چې کله د کور څخه وتل نو د کور دوه تنه غړي یې هم له ځان سره بوتلل. په سیمه کې یوه سپين ږیري زمونږ همکار ته ویلي دي چې امریکايي عسکرو د کور څخه پيسې او سره زر هم وړي دي. دولتي چارواکو تراوسه پورې د پيښې په اړه څه ندي ویلي.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button