(سرلیکنه )
د راپورنو له مخې د راتلونکې اونۍ په سر کې د افغانستان د جګړې د پاي ته رسیدو او سولې به اړه د خبرو بیا پیل کیدو نیټه پوره کیږی چې د نړیوالو رسنیو لخوا د پاکستان د سلاکار وزیر سرتاج عزیز لخوا د جنوري یوولسمه نیټه ښودل شوی وه ، سلاکار وزیر سرتاج عزیز ویلي چې په تیر (اسیا زړه کنفرنس) کې د امریکا ، چین ، افغانستان او پاکستان لخوا په یو څلور اړخیزه کمیټه دجوړیدو موافقه شوی وه چې دا دی اوس هغه اعلان شوی نیټه نږدې کیدونکی ده .
ددولت او طالبانو مشرانو دبیا مذاکراتو لپاره څلور اړخیزه کمیټه به زمینه برابروي خو دا سوله چې د هیواد نا امنیو او د ناټو په چوکاټ کې د امریکایی او بریتانوي پوځونو عملیاتو ته په کتلو سره پدې غور وشي ، ګرانه بریښي؛ ځکه د ناټو دفاع وزیرانو په برکسل غونډه کې دوه کاله وړاندې پریکړه وکړه چې په 2014م کې به دناټو پوځې ماموریت پای ته ورسیږي اما دا دی د هلمند په ولایت کې د امریکایې او برتانوي پوځونو لخوا بیا عملیات پیل شویدی .
هغه بهرني پوځیان چې په افغانستان کې د افغان پوځ د روزنې او رغاونې یا پوځې روزنې د مرستې لپاره پاتې اعلان شوی ؤ اوس د هلمند په ولایت کې ددولت په مخالف وسلوالو دهوائي بمباریو په کولو سره بیا په جکړه کې ښکیل شول بلکه تر پخوا زیات هوايې بمبار کوي.
امریکایې او برتانوي پوځونو د هلمند په سنګین او مارجه اولسوالیو کې بیا ددولت مخالفو وسلوالو په مقابل کې د هوایې بمباریو ترڅنګ ځمکنیو عملیاتو ته هم ځان آماده کړیدی خو د امریکایې ځواکونو ویاند ډګروال مایکل لاهارن وایې چې زمونږ ځواکونه دهلمند په ولایت کې د دولتي ځواکونو ملاتړ کوي او خپله د دولتي ځواکونو توان نشته چې د هلمند په ولایت کې د وسلوالو مخالفینو په مقابل کې جګړه وکړي.
د هلمند ولایت څخه راپورونه څرنګندوي چې د ناټو به چوکاټ کې د امریکا هوایې پوځ دمارجه په اولسوالۍ کې ۱۲ ځلې بمباري کړیده چې په هلمند کې د امریکایې هوایې پوځ بمباري د امریکا ددفاع وزارت ویاند پسترکوک هم تائید کړیده .
دپسترکوک په وینا چې دامریکا او برتانیې پوځونه به په افغانستان کې د نورو بهرنیو هیوادونو د پوځونو ترڅنګ په افغانستان کې د بیړنیو حالاتو د کنترول لپاره پاتې وي معنی دا شو چې په افغانستان کې د ناټو پای ته رسیدلی ماموریت بیا پیل شو.
که ناټو په چوکاټ کې امریکایې او برتانوي پوځونه بیا جګړې ته داخل شي چي په حقیقي ډول دې پوځونو تر اوسه د جګړي څخه لاس ندی اخستی او همیش په جګړه کې بوخت دي بیا خو ګرانه ده چې سوله راشي ځکه امریکا د یوې خوا په افغانستان کې دمذاکراتو دلارې دسولې آواز پورته کوي او د بلې خوا بیایې جګړي ته زور ورکړیدی.

















