کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دګډ حکومت لخوا په داسې حال کې چې د ولسي جرګې اوولسمه دوره پرانیستل کېږي چې د تېرو ټاکنو بشپړې پایلې لا هم نه دي اعلان شوي.
حکومت وايي، چې په ۴۸ ساعتونو کې به د پارلمان اوولسمه دوره پرانیزي.
د اشرف غني یو تن سلاکار وحید عمر نن کابل کې رسنیو ته وویل، حکومت یوه بوخته اوونۍ په مخکې لري، چې هم به پارلمان پرانیزي او هم به «مشورتي لویه جرګه» ترسره شي.
ټال شوې سبا د جمعې په ورځ د پارلمان اوولسمه دوره پرانیستل شي، خو د ولسي جرګې ټاکنو کې لا هم د کابل، کندز، میدانوردګ، پکتیا او بغلان ولایتونو پایلې نه دي په ډاګه شوې.
تېره کب میاشت کې باید د ولسي جرګې نوې دوره پرانیستل شوې وای، خو د نویو وکیلانو بشپړ لیست برابر نه و، چې له امله يې د ملي شورا ودانۍ تړلې پاتې شوه.
داپه داسې حال کې ده چې یوشمېر نوماندان په حکومت تور پورې کوي چې ددوی رایې په نورو پلورل شوي، اوګواښ کوي، که حق ور ونه رسېږي؛ ډېر ژر به دارګ مخې ته خیمې ووهي، اودخپل مظلومیت غږ به تر خلکو ورسوي.


















