شپېته سلنه امریکايي وګړي له افغانستانه په عاجله توګه دخپلو ځواکونو وتل غواړي

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

په امریکا کې ړیوې تازه سروې یوې تازه سروې له مخې څرګنده شوې چې ۶۰ سلنه امریکایي کورنیو ویلي چې دوی له افغانستانه په بشپړه توګه د خپلو عسکرو ایستل غواړي.

 د میلټري ټایمز ویبپاڼې د خبر له مخې، دا سروې د یوې محافظه کارې موسسې لخوا ترسره شوې ده.

محافظه کاران ډېری د ډونالډ ټرمپ پلویان دي، ویل کېږي چې ټرمپ هم له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه د دې کورنیو ملاتړ کړی دی.

 د سرچینې په خبره د امریکایي عسکرو ډيری کورنۍ دغه راز د دفاعي بودجې پر زیاتوالي هم اندېښمن دي ځکه چې هغوی له ملي پور څخه ویره لري.

یاده دې وي چې ټرمپ اودهغه انتخاباتي ټیم دخپلو کمپاینونو پرمهال له افغانستان څخه دخپلو ځواکونو پر وتلو اصرار کاوه، اودافغانستان جګړه یې یوه تیروتنه بلله، ځکه یې دخلیلزاد په مشرۍ یوباصلاحیته پلاوی وګماره ترڅو دغې قضیې ته یوسیاسي حل پیدا کړي، اودوی خپل شکست ته دتساوي جامه ور واغوندي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button