کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د ایران په ضد یو ځل بیا سخت دریځ غوره کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ټرمپ په اړه ویلي چې دی د ایران په ضد دومره سخت دريځ نلري، بلکې نور خلک یې له ایران سره دښمنۍ ته هڅوي.
ظریف د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جان بولټن او د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو تورن کړي چې دوی ټرمپ دې ته هڅوي ترڅو له ایران سره جګړه وکړي.
د ده په خبره چې د ایران په ضد د ټرمپ دومره ناوړه اقداماتو ته نیت نه دی.
ظریف دا خبرې په داسې حال کې کوي چې امریکا په ایران د تیلو په صادرولو بندیز لګولی دی.


















