د تښتول شوي ماشوم پلار: د کابل پوليسو رانه د زوی په پيدا کولو د پيسو غوښتنه وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۸)

د نقيب الله په نوم یو ماشوم چې اته کاله عمر لري شاوخوا څلور وځې مخکې د کابل ښار پنځلسمې امنيتي حوزې څخه تښتول شوی و چې تيره ورځ يې د پوليسو له لوري جسد کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د وژل شوي ماشوم پلار  نقيب الله وايي، زوی يې څلور ورځې مخکې ښوونځي ته پرلاره وتښتول شو.

نوموړی وايي، کله چې يې د پنځلسمې حوزې پوليسو ته د خپل زوی د تښتول عريضه ورکړه هغوی راته وويل، سبا رشه زياتوي سبا چې ورغلم زما عريضه يې ورکه کړې وه او له څو ساعتونو انظار وروسته يې پيدا کړه او ماته د ډاډګيرنې پر ځای يې راته سپکې سپورې وکړې.

محمد یعقوب وايي، د پنځلسمې حوزې قومندان ځانته کړم راته يې وويل که غواړې خلک لرم چې ستا زوی پيدا کړي خو ته څومره پيسې لرې چې وريې کړو.

نوموړی وايي، د پوليسو قومندان ترې د پيسو غوښتنه کوله خو دا چې دی پيسې نه لرلې نو پوليسو يې د زوی مړ جسد ورته سپارلی دی.

د وژل شوي ماشوم پلار وايي، پوليسو يې د زوی په پيدا کولو کې ناغيړې کړې او يوازې د هغه مړ جسد يې ورته سپارلی زياتوي د کابل امنيتي حوزې د بيلابيلو لارو څخه له خلکو پيسې شکوي او د خلکو ژوند ورته هيڅ اهميت نه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل کې یو کوچنی تښتول کيږي او بيا وروسته د پيسو نه ورکړې له امله وژل کيږي بلکې تر دې مخکې هم په کابل کې ورته ډول پيښې شوي چې د کابل د اوسيدونکو په وينا په ډيری پيښو کې پوليس، د امنيتي ادارو کارمندان او ځينې چارواکي هم لاس لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button