طالبان: د جرګې په نوم دسيسه کې ګډونکوونکي د سولې دښمنان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۸)

ټاکل شوې چې سبا د دوشنبې په ورځ په کابل کې د (سولې مشورتي جرګې) تر عنوان لاندې ناسته ترسره شي.

د دغه جرګې مسؤولين وايي، په ياده جرګه کې به له بيلابيلو ولايتونو درې زره کسان ګډون کوي چې ديرش فيصده به يې ښځې جوړوي.

څه موده مخکې طالبانو یاده جرګه نمايشي او دسيسه بللې وه او له هيوادوالو يې غوښتي و چې پکې ګډون ونه کړي نن یو ځل بيا يې دغه جرګه دسيسه بللې او پکې ګډون کوونکي يې د سولې دښمنان یاد کړي.

د طالب وياند ذبیح الله مجاهد د ټويټر له ادرسه په خپره کړې اعلاميه کې يو ځل بيا دغه جرګه نمایشي بلل شوې زياتوي یاده ناسته د ملت غولونې پروسه ده چې د اوسني حکومت چارواکي  به د خپل حکومت د مشروع ګڼلو او دوام هڅې وکړي.

طالبانو یو ځل بيا له هيوادوالو، بيلابیلو افغاني اړخونو او سياسي جريانونو غوښتي چې په یاده جرګه کې ګډون ونه کړي.

اعلاميه کې راغلي: (دا چي له یوې خوا د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې پرمختګ شوی اوله بلې خوا د هیوادوالو تر منځ د بین الافغاني تفاهم په برخه کې مثبت قدمونه اخستل شوي د کابل ادارې د یوې برخې لخوا د لويې جرګې په نامه پروسه د دې لپاره په کار لویدلې چې د اشغال د خاتمې، واقعي سولې او امن مخه پرې ډب کړي، د څو ناخبره کسانو له احساساتو څخه سوء استفاده وکړي، د سرو او شنو کرښو په مطرح کولو سره د سولې واقعي جریانونه سبوتاژ کړي، له بي واکه ادارې سره د مذاکراتو او اوربند غږ اوچت کړي، د کابل ادارې اوبادارانو له لوري په ملکي هیواد والو له روان ظلم او وحشت څخه عامه اذهان بل لور ته واړوي او د ملت سترګو ته د خاورو شیندلو هڅه وکړي).

طالبان وايي، په واقعي جرګو او هيوادوالو سره په تفاهم باور لري او یاده جرګه د پردیو په غوښتنه د هغو تمثیلي هڅه بولي زياتوي هرڅوک چې په دغه ډول نمايشي جرګه کې ګډون کوي هغه د سولې دښمنان دي ځکه په وينا يې هغه پريکړې به پرې تاييد کړي چې له پخوا ليکل شوي او د افغان مسلمان اولس له خوا رد شوي دي.

د سولې مشورتي جرګه د افغانستان د یو شمیر سياسي ګوندونو، سياستوالو، پخواني ولسمشر حامدکرزي، ډاکټر عبدالله او د ګډ حکومت د يو شمير چارواکو له خوا رد شوې چې ګډون به پکې ونه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button