پکتیا: زرمت کې امنیتي ځواکونو ته تلفات اوښتي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۳غوایي، ۱۳۹۸)

د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته برید شوی.

تیره شپه طالبانو په یوه امنیتي پوسته برید کړی چې له امله شپږ تنه پولیس وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې پوستې ته په راتلونکو کومکي عسکرو یې هم برید کړی چې له امله یې ۴ تنه پولیس وژل شوي او ۲ ټانکونه ترې پاته شوي دي.

د روژې له پیلیدو سره سم طالبانو هم د پخوا په څیر بلکې تر هغه زیات خپلو بریدونو ته زور ورکړی او هره شپه په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو د تلف کیدو شمیر تر پخوا ډیره لوړه شوې ده.

طالبانو تازه د غور ولایت د چارسدې ولسوالۍ هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې د

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button