پاکستان د ایران پیل کړې پروژه د امریکا په تعقیب درولې

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۲۳غوایي، ۱۳۹۸)

له پاکستان څخه خپرېدونکې ډیلې ورځپاڼې ویلي چې پاکستان د ایران د ګازو د نل پروژه درولې ده.

ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې ایران ته یې خبرداری ورکړی چې نور به د ګازو د نل پروژه ودروي.

د سرچینې په وینا چې پاکستان دا کار د امریکا د بندیزونو په لړ کې کړی دی.

ایران د امریکا له سختو اقتصادي او پوځي بندیزونو سره مخ دی.

که څه هم ایران وایي چې د امریکا بندیزونه په دوی هېڅ اغیز نه کوي خو ولسمشر حسن روحاني تیره ورځ وویل چې ایران له سختو شرائطو سره لاس او ګرېوان دی.

نوموړي له ایراني سیاستوالو غوښتي چې د خپل هیواد لپاره باید ګډ کار وکړي او سره متحد شي.

امریکایي چارواکي وایي له ایران سره یې موخه جګړه نه ده بلکې غواړي ایران له خپلو شومو اهدافو راوګرځوي.

ایران ببا هر وخت ویلي چې د ځان دفاع ته تیار دي او د جګړې توان ورسره دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button