کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د پکتيکا ولایت ځيني دولتي سرچينې وايي چې ددغه ولايت په مټا خان ولسوالۍ کې د زرمت – ښرنې پر لاره پر تازه جوړو شويو امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې لږ تر لږه پنځلس پوليس وژل شوي او نږدې تر شل ډېر ټپيان دي.
که څه هم د پکتيکا امنيتي منسوبين په دغه بريد کې د پوليسو تلفات کم ښيي خو ددغه ولايت د عامې روغتيا رياست ځينې سرچينې تاييدوي چې د تېرې شپې د «غوايي پر ۲۲مه»په بريد کې ۳۴ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې باوري سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، رسنیو ته وويل چې له ياد بريد څخه نن سهار د ښرنې ولايتي ملکي روغتون ته د ۱۵ پوليسو مړي او ۱۹ نور پوليس په ټپي حالت ور وړل شوي.
سرچينې زياته کړه چې په وژل شويو پوليسو کې د پکتيا – پکتيکا ترمنځ د غځېدلې لارې په اوږدو کې د تازه جوړو شويو امنيتي پوستو قوماندان رسول خان هم شامل دی.
خو د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين بيا د پوليسو ياد تلفات نه تاييدوي او وايي چې د تېرې شپې په بريد کې درې پوليس او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، درې پوليس او پنځه طالبان ټپيان شوي دي.
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په دوو جلا خبرپاڼو کې ويلي چې په ياد بريد کې يې تر ۱۵ ډېر سيمه ييز پوليس وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
داپه داسې حال کې ده چې نن طالبانو دغور چارسدې ولسوالۍ هم په خپله ولکه کې راوستې، اوپه یوشمېر ولایاتوکې یې دپوستو دسقوط خبرونه هم ورکړي.
















