د غفلت او بې غورۍ له امله مو د خپلو اسلافو تاریخ وداغه!!
تاریخ ليکلي: کله چې اسرائيلي پوځيانو د عربو بې شمېره پوځيانو ته ماتې ورکوله او د فلسطيني سیمو نيول يې پيل کړل په داسې حال کې چې مسلمانان له کورونو څخه وتلي وو، نو اسرائيلي پوځيانو به د مسلمانانو په دروازو باندې يوه خطرناکه او زړه دردوونکې جمله ليکله چې دلته به کټ مټ هماغه جملې راواخلو: اې عربو!! اې مسلمانانو!! ستاسو خالد بن وليد رض به ويل: چې مونږ هغه شاه زلمي يو او په شهادت باندې دومره مين او عاشقان يو څومره چې تاسو( کافران) په ژوند او شرابو باندې مين او عاشقان يئ! نو راووځئ! بې غيرتانو مونږه شهادت درته راوړی دی په کومو غارونو ننوتئ؟
پورتنۍ جملې اسرائيلي پوځيانو هغه وخت د مسلمانانو د کورونو په دروازو باندې وليکلې، کله چې مسلمانان مات شول او اسرائيل کامياب او بريالي شول، او د عربو په لويه جزيره کې يې يو داسې ملک د يهودو لپاره جوړ کړ چې اوس د عربي نړۍ د جسد لپاره پر زړه د خنجر حيثيت لري.
که د اسلام د ابتداء مرحلې او وخت ته لږ لاړ شو نو کله چې نبي عليه السلام وفات کېده، د خپل زنکدن پر مهال يې صحابه وو مبارکانو ته دا وصيت وکړو چې عربي جزيره بايد له يهودو څخه بلکل پاکه او سُتره شي او يهود بايد له عربي نړۍ څخه ووېستل شي.
لنډه دا چې صحابه کرامو هم په پوره زور، قوت او ايماني جذبې سره ټول يهود له عربي نړۍ څخه ووېستل، مګر دا دی نن د هماغو صحابه وو لمسيان له اسرائيلو دومره ډارېږي چې له اسرائيلو څخه د ډار له امله له خپلو مظلومو فلسطينيانو وروڼو سره پټه مالي مرسته هم نشي کولی، ښکاره او وسله واله مرسته خو لا پرېږده.
پر فلسطين سربېره هغه د قتيبه بن مسلم رح د تورې ګټلي وطن ته به راشو چې له څومره مظلوميت او وحشت سره مخ دي، ايا کوم مسلمان يې غږ ته لبيک ووايه؟
کوم مسلمان يې د مرستې لپاره لاس وروغځاوه؟
د چين د کاشغر يا شرقي ترکستان يا په اوسنۍ اصطلاح د سين کيانګ د سیمې ايغوري مسلمان يادووم، کوم ظلمونه چې له ايغوري مسلمانانو سره مخکې وختونو کې شوي دي هغه پر ځای پرېږده! اوسنی تر ټولو ستر جنايت چې د چين کمونستي حکومت يې له مسلمانانو کوي، او ورته وايي چې روژه به نه نيسئ! او روژه يو ترورستي عمل بولي او ورته وايي چې د روژې له امله تاسو ترورستان کېږئ!
د کوم اسلامي هېواد واکمن يې غم وخوړ؟ ولې اوسني مسلمانان دومره بېکاره او بې وجدانه شول چې د چين له بې غيرته قوم څخه هم وېرېږي؟
اې مسلمانانو!!
تاسو خو هغه قوم ياست چې د عباسيانو او امويانو په دورو کې همدغه چين درته په ټيت سر جزيه منلې وه، نو نن ولې ورڅخه وېرېږئ؟
دا خو هماغه چين دی چې سعد بن ابي وقاص رض ورته راغلی وو او درې خبرې يې ورته کړې وې چې يا خو اسلام ومنئ! يا هم جزيه راکړئ! او يا هم جنګ ته تيار شئ! مګر د دوی واکمن چې کائوتسو نومېدلو د ډېرې وېرې له امله يې جزيه ورته ومنله، او تقريباً تر سوونو کلونو پورې يې اموي او بيا وروسته عباسي واکمنانو ته جزيه ورکوله.
نو نن تاسو ولې د چين د حکومت له وېرې د ايغوري مسلمانانو وروڼو غږ نه اورئ؟
چين خو همغه ملک دی چې کله به په جاپان کې يو سر زوری قومندان راپاڅېدلو او يو څو کسان به يې د ځان ملګري کړل نو د چين له يوه سره به يې رامنډه کړه او ان د د تبت سیمو ته به راووت خو هغه د چا خبره يوه سپي به هم له وېرې نه ورته غپل، خو نن ته د هماغو ډارنو چينايانو له وېرې د خپلو مسلمانانو مرستې ته لبيک نشې ويلای؟
اې ویدو مسلمانانو!!
په تاسو کې به غيرت کله راولاړېږي؟
کله به د خپلو مسلمانانو وروڼو مرستې ته وردانګئ؟
کله به تاسو سره متحد کېږئ؟
کله به تاسو ته د اسلامي نظام لپاره لاس په کار کېږئ؟
او کله به د خپلو مظلومو مسلمانانو وروڼو مظلوم غږ ته لبيک ووايئ؟
تاسو خو د سلطان صلاح الدين ايوبي لمسيان ياست!! تاسو ته خو دا هرڅه د صحابه کرامو رض ميراث پاتې دي نو تاسو به دا ميراث همداسې ساتئ! لکه څنګه چې اوس يې ساتئ؟
تاسو ته خو موسی بن نصير او طارق بن زياد رح په خپلو مبارکو لاسونو اندلس ګټلی وو، هلته يې اسلامي نظام پرېښی وو، ولې درڅخه پاک اندلس په مرداره هسپانيه بدل شو؟؟
ولې مو د د هند تاج محل له لاسه ووت؟؟
ولې د بخاري رح وطن، د ترمذي رح وطن او نور منځنی ختيځ له لاسه ووت؟؟
ولې روسانو درڅخه بخارا، سمرقند او نور ټول ترکستان ونیو؟؟
د دې ټولو پوښتنو ځوابونه دا دي چې:
اول خو دا چې زمونږ اسلافو او نيکونو همېشه جهاد کولو، خو مونږ هغه پرېښودلو او د عيش او عشرت په ژوندانه او وسايلو مو سر شو.
دويم دا چې زمونږ نيکونه تقوادار خلک وو، نو له دې امله يې په زړونو کې يوازې له الله ج څخه وېره او ډار موجود وو، ځکه نو له بل هېڅ چا او هېڅ شي نه وېرېدل.
دريم دا چې زمونږ نيکونو تل له خپلو ځانونو سره تورې او نورې ډول ډول اسلحې ګرځولې مګر موږ هغه دود پرېښودلو او اوس د کرکټ بېټ، ويکټې او نورو د لوبو سامانونه ګرځوو، يعنې ټوله توجه مو لوبو ته اوښتې ده.
څلورم دا چې زمونږ نيکونو به د حرامو او حلالو تر منځ تفکيک کولو ځان به يې لوږې هلاکولو خو حرام به يې نه خوړل مګر مونږ ته چې هر څه پیدا شي خورو يې د حرامو او حلالو تفکيک یې نه کوو.
پنځم دا چې زمونږ نيکولو او اسلافو د کفارو، يهودو او نصاراوو خباثتونه پېژندل مګر مونږ يې نه پېژنو.
شپږم دا چې زمونږ نيکونو له مرګه وېره نه درلوده ځکه به نو له کفارو سره د معرکې په ميدان کې د زمريو په څېر جنګېدل او هر سنګر به يې په خپلو وينو باندې ګرم ساتلی وو، مګر مونږ اوس له مرګه وېرېږو، اولاد، ښځه او مال راته د پښو زنځيرونه ګرځېدلي دي او تل فکر کوو چې که چېرته مړه شو نو اولاد به مو څه خوري؟ څه به کوي؟ او څه به ورسره کېږي؟
اووم دا چې په خپلو ځانونو باندې مو د حاکميت لپاره داسې کسان غوره کړي کوم چې د زمونږ د ټولنې تر ټولو پُست، ذليل او د غلام طبيعت لرونکي خلک دي.
اتم دا چې فحاشيو او نورو ګناهونو ته خوشحالېږو، د مخنیوي سوچ يې نه کوو.
نهم دا چې په خپلو نېکو اعمالو کې اخلاص نه لرو، او له نېکيو څخه مو بديانې همېشه ډېرې وي.
لسم دا چې له زړه څخه د الله ج عبادت نه کوو بلکې يوازې ظاهري جسم مو په عبادت مصروف وي او نور نو په زړه کې نور نور څه ګرځوو.
او د لمانځه په وخت کې همېشه د خپل روزمره ژوند په اړه سوچ او فکر کوو.
















