پومپیو: ایران به ډېر ناوړه عملونه کړي وای! خو امریکا یې مخه نیولې
کابل ټکی کام( چهار شنبه، ۱غبرګولي، ۱۳۹۸)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا ایران په سیمه کې د ناوړه کړنو په ترسره کولو تورن کړ.
پمپیو ویلي چې ایران ښایي د ډېرو ناوړه کارونو پلان ولري خو په خبره یې چې امریکا یې په مخ کې خنډ ده.
دی وایي چې امریکا نور هم داسې پلانونه په پام کې لري چې له مخې به یې د ایران د ناوړه کارونو مخنیوی وشي او د امریکا ګټو ته به خطر پېښ نشي.
پمپیو د سعودي وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې د دې بریدونو تر شا ښایي د ایران لاس وي خو په وینا یې چې تر دې دمه یې د دې بریدونو په اړه بشپړ مالومات نه دي ترسره کړي.
پیمپیو دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ټرمپ ته په خطاب کې ویلي وو چې د ایرانیانو احترام دې کوي؛ ځکه دا به نوموړي ته ګټه ورسوي.
د ایران او امریکا کړکېچ ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی او دواړه هېوادونه یو بل ته ګواښونه سره کوي.



