د بدر غزا- ابوجهل او دوه تنکي غازیان

ډاکټر یوسف اکبري
عبدالرحمن بن عوف (رض) د ابوجهل د وژني په اړه داسي روايت کوي:
زه د اسلامي صفونو په لړ کي وم، چي يوه او بل څنګ ته مي وکتل دوه تنکي ځوانان مي خوا ته ولاړ دي، چي زه يې په شتون باندي حيران شوم، چي دا څنګه کم عمره او کم تجربه ځوانان دي څنډې ته ولاړ دي؟
کېداى شي د جګړې د سخت فشار په صورت کي د مقاومت توان ونه لري، زه لا د دغه فکر په شيبو کي وم، چي د دوى څخه يوه تن په کراره راته وويل:
کاکاجانه! ته ابوجهل پېژنې؟ ماورته وويل: وراره ! ولې څه ورته وایې؟
هغه راته وويل: زه خبر شوى يم، چي هغه رسول الله (ص) ته ښکنځل کړي دي زه په هغه متعال څښتن(ج) سوګند کوم، چي زما ساه يې د هغه په لاس کي ده که زما سترګي پر ولګيږي تر هغه بريده به زما وجود د ده څخه بېل نه شي تر څو چي په ما اوده کي يو وژل شوى نه وي.
عبدالرحمن بن عوف(رض) زياتوي، چي زه د نوموړي ځوان په وينا هک حيران شوم په همدې لړ کي د دوهم څنګ ملګري د اشارې په کولو سره ځان ته متوجه کړم ا وکټ مټ د هغه بل ملګري په څېر يې وينا راته وکړه لږ وخت وروسته مي وليدل چي ابوجهل د خلکو په منځ کي مخې او شاته تګ راتګ کاوه.
ما دوى ته وويل: وګورئ! هاغه کس ابوجهل دی، چي تاسو يې پوښتنه کوله، دوى په چټکۍ سره ورغلل او پر ابوجهل يې برید وکړ او هغه يې وواژه.
بيا دواړه رسول الله(ص) ته راغلل رسول الله(ص) دوى ته وويل: په تاسو کي کوم يوه ابوجهل وواژه ؟
په دوى دواړو کي هريوه ويل، چي ما وواژه رسول الله(ص) دوى ته وويل: تاسو خپلي توري د وينو څخه پاکي کړي دي؟
دوى وويل: نه! نه مو دي پاکي کړي رسول الله(ص) د دوى تورې وکتلې بيا يې ورته وفرمايل:
تاسو دواړو وژلى دی ځکه د دواړو تورې په وينو لړلې وې مګر د ابوجهل نه غنیمت شوی سامان يې معاذ بن عمرو بن جموح ته ورکړ، چي یو له دې دواړو څخه و.
د يادوني وړ ده، چي د دغو دوو ځوانانو نومونه معاذ بن عمرو بن جموح او معاذ بن عفراء وو.
ځينو بيا د پورتنيو دوو کسانو څخه دوهم تن د معوذ بن عفراء ښودلى دئ.
څرنګه، چي د ابوجهل سامان په دوى دوو کي يوه تن ته ورکړل شو خو د ابوجهل توره بيا عبدالله بن مسعود ته ورکړل سوه، چي د ابوجهل سر يې د تن څخه جلا کړى و.
خو معاذ يا معوذ بن عفراء په دغه جنګ کي شهيد شوى دی او معاذ بن عمرو بن جموح بیا د حضرت عثمان(رض) ترخلافته پوري ژوندى وو.



