هلمند: د امريکايي ځواکونو په ټانګ چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱)
د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په ټانګ ماين چاودنې بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
چاودنه نن غرمه مهال د يادې ولسوالۍ اړوند د ګولن اغا په سيمه کې د ځمکني ماين په واسطه ترسره شوې ده.
د چاودنې مسؤوليت طالبانو منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټویټر پاڼه ليکي، چاودنه د امريکايي ځواکونو په زغروال ټانګ ترسره شوی چې پکې ناست درې امريکايي عسکر وژل شوي او یو تن بل ټپي دی.
عيني شاهدان وايي، له چاودنې وروسته بهرنيانو د پيښې ځای ته نږدې څوک نه پريښودل خو په وينا يې چې د ټانګ او د وژل شوي عسکرو د بدن ټوټې يې ليدلي چې د چاودنې په ځای کې پاتې شوي دي.
د هلمند امنيتي مسؤولين هم تاييدوي چې د بهرنيانو د ګزمې په ټانګ چاودنه شوې خو پکې د اوښتو تلفاتو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.
بهرنيانو تر اوسه د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
په افغانستان کې پر ميشتو بهرنيو ځواکونو وخت ناوخت د طالبانو له خوا په ځمکه کې د خښ شويو ماينونو چاودنې کېږي چې هغوی ته عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان دغه تلفات د خپلې پاليسۍ له مخې پټ ساتي.



