
د بدر غزا د نورو فتوحاتو کلۍ
انجنیر عمیر ویاړ
د هجری په دوهم کال د رمضان په میاشت کې د اسلام په تاریخ کې یوه سرنوشت ټاکونکې پیښه رامینځته شوه، چې د اسلام او مسلمانانو په وضعیت کې یې بې ساری تحول رامینځته کړ، او د اسلام په اړه یې د خلکو ذهنونه چوکاټ ته کړل، دا پیښه د بدر جګړې پیښیدل وو، د بدر غزا لومړۍ جګړه وه چې د مسلمانانو او د قریشو د کافرانو تر مینځ د یوې سترې جګړې په حیث رامینځته شوه، چې د دښمن د شرمیدلې ماتې لامل شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله پکې ګدون درلود او د جګړې قومانده یې هم پر خپله غاړه درلوده.
د بدر سیمه د مدینې منورې جنوب لویدیځ ته د مدینې او مکې تر مینځ پرته ده، او دې سیمې ته بدر ځکه وایې چې هلته د اوبو د مالک نوم بدر و، د جګړې علت د قریشو د کفارو هغه فشارونه وو چې پر مسلمانانو یې وارد کړل، کفارو له مکې نه د مهاجرو شویو مسلمانانو مالونه په مکې ښار کې مصادره کړل، او په کلي ډول یې غوښتل چې په مدینه کې میشت مسلمانان په دې کار سره له فشار لاندې ونیسي، او تر اقتصادي کلابندۍ لاندې یې راولي، او روښانه ده چې که دې فشار دوام پیدا کړی وی، نو د اسلام د پراخیدا مخه یې ډپ کولای شوه.
په دې جګړه کې لومړی ځل و چې اسلام د کفر سره په یوه وسله واله جګړه کې مخامخ شو، د مسلمانانو شمیر 313 تنه و چې له جملې نه یې 70 تنه د مکې نه مدینې ته مهاجر شوي مهاجرین وو، او نور یې د مدینې انصار و، بالآخره جګړه د اسلام په بریا او د دښمن په ماتې پای ته روسیده، د مسلمانانو نه 14 یا 20 نفرو د شهادت افتخار ترلاسه کړ، او له کفارو 70 تنه ووژل شول او 70 نور ژوندی ونیول شول او له مسلمانانو سره بندیان شول.
که د بدر غزا په اړه پوره تحقیق وشي مسلمانان کولای شی یو زیات شمیر درسونه او عبرتونه ورڅخه ترلاسه کړي او په ضمن کې دا هم ویلای شو چې د اسلام د صدر د تاریخ مطالعه او پیژندنه مسلمانانو ته ښیې چې مسلمانانو په تشو لاسونو خو د ایمان او پر خدای د توکل د جذبې نه په غښتلي زړه په هر راز وسله سمبال دښمن سره چې شمیر یې څو چنده له مسلمانانو زیات و څنګه په ګونډو کړ او څنګه یې وکولای شول پریکنده بریا ترلاسه کړي.
سربیره پر دې د بدر په غزا کې مسلمانان شاهد وو چې هغه مسلمانان چې د خدای د دین سره د مینې په لاره کې یې جهاد کاوه څه ډول د خدای تعالی لخوا پر غیبو مرستو ونازول شول، او هغه دښمنان چې د اسلام د دین نابودۍ پسې یې راخیستې وه څنګه یې له ذلت او رسوایۍ سره مخ کړل.
که نن مسلمانان د بدر له غزا نه دا او دې ته ورته نور درسونه زده کړي، هیڅکله به د نړیوالو استبکارو په ځانګړې توګه د امریکا او یهودو پر وړاندې چې له پریمانه مادي او معنوي پانګو څخه برخمن دی، ناکام او ذلیل نشي، او هیڅکله به د همدغو نړیوال ښکیلاکګرو په اشارو او مکر او فریب ځینې مسلمانان یو د بل ګریوان ته لاس وانه چوي او نه به یو بل ووژني او نه د به د هغوی د لاس الې وګرځي او نه به د مسلمانانو دومره وینې وبهیږي لکه نن چې دا لړۍ روانه ده.



