يونسکو د غور جام منار ژغورلو لپاره دوه ميليونه ډالره مرسته کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۵)

د ملګرو ملتونو د علمي او کلتوري ادارې (يونيسکو) له خوا د غور ولايت د جام منار د ژغولو لپاره د دوه ميليونه ډالرو د مرستې اعلان وشو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارست سرپرسته حسينه ساپۍ وايي، يونيسکو د یاد څلي د بيارغونې او ژغورنې لپاره د دوه ميليون ډالرو مرسته کوي خو په دې شرط چې لومړی به حکومت به د دغه کار د ترسره کيدو لپاره له سلو تر دو سوو زرو ډالرو لګښت ورکوي.

دغه راز د يونيسکو سلاکار عمران خان مقصودي هم تاييدوي چې یادې ادارې د منار جام د ژغورنې لپاره د دوه ميليون ډالرو مرسته اعلان کړې په وينا يې سربيره پر دې به يونيسکو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په نورو برخو کې هم مرستې وکړي.

له تيرو څو ورځنيو سختو ورښتونو له کبله سيلابونه راوتلي و چې په دغه ولايت کې يې د اتو پيړيو څلی د نړيدو له ګواښ سره مخ کړی دی.

ويل کيږي، سيلاب پر جام منار ورغلی خو سيمه ييز حکومت د خلکو په مرسته توانيدلی چې د سيلاب اوبه له جام منار څخه په بل خوا واړوي.

جام منار چې له رغولو يې شاوخوا اته سوه کاله تيريږي د سلطان شهاب الدين غوري په دور کې په ډير ښکلي ډول له خښتو رغول شوی او ۶۲ متره اوږدوالی لري چې د ملګرو ملتونو د کلتوري ميراثونو په نوملړ کې هم ثبت شوی دی.

له یاد څلي چې نږدې اته پيړۍ تيريږي د سيند پر غاړه ولاړ دی او وخت ناوخت د دغه څلي د خوندي نه ساتلو په اړه شکايتونه شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button