غور چارواکي: یوه پوليس د خپلې پوستې اووه ميله وسلې پټې کړي او تښتيدلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۷)

د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي وايي په دغه ولايت کې يوه پوليس د پوليسو اووه ميله وسلې پټې کړي او خپله تښتيدلی دی.

د خطيبي په وينا، دغه عسکر د انتخاباتو کمېسيون د دفتر د پوستې ساتونکی و چې تيره شپه يې د خپلې پهرې پر مهال چې نور پوليس ملګري يې اوده شوي نوموړي پوليس اووه ميله وسلې غلا کړي دي.

هغه وايي، یاده سيمه د مرکز فيروزکوه ښار په جنوب کې قرار لري او ټوله د امنيتي ځواکونو تر حاکميت لاندې ده خو بیا هم اووه ميله وسلې غلا شوي دي.

نوموړی وايي، د تښتيدلي پوليس او وسلو لټون روان دی.

دا لومړی ځل نه دی چې يو پولیس د خپلې پوستې وسلې له ځان سره وړي بلکې ورته ډول ډيرې پيښې شوي دي، ډير کله داسې پيښږي چې جنګي کرښو ته څيرمه د پوستو پوليس د شپې له خوا لږې ډزې وکړي چې ګواکې جګړه پيښه شوې خو وروسته بيا مرمۍ په تجارانو او نورو وسله والو پلوري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button