غور : د طالبانو برید کې اتلس عسکر وژل شوي، اوولس ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۷)

د غور ولايتي چارواکي وايي، طالبانو تيره شپه د غور مرکز فيروزکوه اړوند سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په وينا يې اتلس پوليس پکې وژل شوي دي.

د والي وياند عبدالحی خطيبي دغه بريد تاييدوي خو وايي تر اوسه پوليسو ته د اوښتو تلفاتو کره معلومات نه لري.

د غور د ولايتي شورا غړی محمد مهدوي وايي، په بريد کې ديارلس اربکيان او پنځه پوليس وژل شوي دي.

د مهدوي په وينا، د حملې په ترڅ کې اوولس امنيتي سرتيري سخت ټپي شوي هم دي.

طالبان وايي، بريد يې د ښار مربوط په شب شده ګي سيمه کې کړی په وينا يې طالب ځواکونو پراخه سيمه او پکې شته پوځي مرکزونه يې له دولتي ځواکونو نيولي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، په بيګانۍ حمله کې اووه ويشت پوليس او اربکيان وژل شوي، دوويشت نور ټپيان شوي او ځينې نور په تيښته بريالي شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د جګړې په پايله کې یو رينجر، یو ټانګ، یوه سراچه، څلوېښت موټرسيکلونه، اتلس ميله بيلابيل ډوله وسلې، مرمۍ او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

طالبانو په وروستيو کې د الفتح عملياتو لړۍ تيزه کړې چې هره ورځ له بيلابيلو ولايتونو څخه د دولتي ځواکونو د تلفاتو او د هغوی د پوځي مرکزونو د سقوط راپورونه ورکول کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button