ولې وروسته پاتې یو؟

ډاکټر یوسف اکبیر
لازم وینم چې په لومړی ګام کې د اسلام په مبین دین کې د علم او تمدن د ځای د اهمیت په اړه خبرې وکړم او په دې لاره کې د مسلمانو پوهانو د نوښتونو په اړه رڼا واچوم، ځکه چې د اسلامي تمدن مشري په بشري ټولنه کې د لومړی ځل لپاره مسلمانانو پر غاړه درلوده، د بیلګې په توګه که تاریخ ته مراجعه وکړو ګورو چې مسلمانو پوهانو د علم او پوهې د مشرتابه په لومړنیو کې، د ساینس او تمدن مشرۍ په لاس کې لرله او خپلې لیکنې او علمي خزانې یې تر اوسه په غرب کې د تجربوي علومو بنسټ تشکیلوي او د پرمختګ په اوسنیو میدانونو کې د ترقۍ او پرمختګ بنسټ ګڼل کیږي او په دې باندې د غربي هیوادونو منصف پوهان اوس هم اعتراف کوي.
مونږ او تاسې پوهیږو چې د اسلام مبین دین خپل پیروان تشویق کړی دی چې باید علم، ساینس او تمدن د انسانانو د چوپړ لپاره تسخیر کړای شي او ورڅخه ګټه پورته کړای شي، او اوس په دې زمانه کې ډیری علمي اکتشافات او علمي ستر اختراعات د غیر مسلمانانو له خوا ترسره کیږي.
څنګه چې هغوی په خپلو تحقیقاتو کې له سم اسلوب نه استفاده کړې او د قوانینو سره سم یې جدی تحقیقاتو کې علمي اصولو ته پایبندې کړې او حکومتونه یې د پرمختګونو لپاره علمي مناسبې زمینې برابرې کړي او ټول مادي امکانات او هغه وسایل چې د کار د آسانۍ لپاره لاره مومي او د علمي انکشافاتو لپاره لار هواروي، نو ځکه نن سبا هغوی په مختلفو زمینو او علمي رشتو او مختلف النوع تخصصاتو کې د مشرتابه لوري ته ارتقاء کړي.
په داسی حال کې چې مسلمانان په دې لاره کې ډیر وروسته پاتې شوي دي چې دا په نړۍ کې د الهي سنتو یوه طبیعي نتیجه ده ځکه چې:
“ولكل مجتهد نصيب” –وتلك عدالة الله بين خلقه-
او هر هڅه کوونکي او هاند وهونکي ته همغه اندازه برخه ورکول کیږي چې څومره یې هاند وهلي وي او دا د خلکو تر مینځ د الله تعالی عدالت دی
نو ځکه د هڅو او اخلاص په نتیجه کې په تجربوي علومو کې هڅه کوونکو ته نن سبا خپلې برخې ورکړل شوي دي.
کله چې مسلمانان اراده وکړي چې د ساینس لومړۍ لیکې ته بیرته وروګرځي او د علم او تمدن د مشرتابه ځای چې له نیکونو ورته په میراث پاتې دې یو ځل بیا ونیسي، نو پر هغوی لازم دی چې سمې طریقې او سمې لارې ته بیرته وروګرځي او خپل وروسته پاتي والی او عدم تعادل ته کتنه وکړي ځکه چې د سمې درملنې لومړۍ لاره د ناروغتیا سم تشخیص دی او هیڅکله درمل اغیزمن نشي تمامیدلای تر څو چې ډاکټر د ناروغۍ علتونه سم تشخیص کړي نه وي.
په دې بنا، مطالعات ښیئ چې د هیودوالو د ناروغیو سم تشخیص د علماو په جوړښت کې نغښتی دی، پرمختګ کول او له وروسته پاتې والې نه د باندی کیدل د علمي وروسته پاتې والی نه فوق العاده تاثیر لري.



