ټاکل شوی د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړیوال جام سبا پنجشنبه ۳۰ مۍ پیل او د جولائ تر ۳۰ مې نیټې دوام وکړي.
پهدې سياليو کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ګډون، ۱۰ لوبډلې برخه لري چې هره لوبډله به له يو بل سره لږترلږه يوه-يوه سيالي کوي چې ټول ټال ۸۴ لوبې کېږي.
لومړۍ لوبه د انګلستان او سویلي افریقا ترمنځ ده، دویمه هغه د وېسټانډیز او پاکستان، په درېیمه ورځ دوه لوبې دي چې لومړۍ د نیوزیلنډ او سریلانکا او دویمه هم د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ کېږي.
افغانستان د دویم ځل لپاره د يو ورځنیو لوبو په نړيوال جام کې سيالي کوي. تېر نړيوال جام چې په ۲۰۱۵ کال کې وشو، افغانستان يوازې سکاټلنډ ته ماتې ورکړې وه، خو د پخوا په پرتله دا ځل په افغان لوبډله کې د نړۍ په کچه د مشهورو لوبغاړیو د موجودیت له امله افغان لوبډلې ته هيلې زياتې شوې دي.
اسټراليا تر ټولو ډېر پنځه ځله د کرېکټ نړيوال جام ګټلی دی. تر هغې وروسته وېسټانډيز او هند دوه دوه ځله دغه اتلولي په خپل نوم ثبت کړې ده.

















