تاسو ته معلومه ده چې نن ورځ د رښتیاوو تر څنګ د دروغو بازار ډیر ګرم ده، پښتو کې متل ده وايي چې رښتیا راځي دروغو به کلي وران کړي وي، د فیسبوک بنسټ ګر هم نور دروغجن پروپاګند څخه په تنګ راغلی هغه یو ځل ددې سپیناوي لپاره د امریکا کانګرس کې احضار شوی هم دی.
د نړۍوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، پر فېسبوک ډېر زیات پروپاګنډ او دروغ د هندوستان او پاکستان هېوادونه خپروي او فېسبوک هم دا دواړه هېوادونه د خپل نوملړ په سر کې نیولي دي ورپسې دریم نمبر کې د برازیل هیواد راځي.
فېسبوک په تېرو شپږو میاشتو کې لومړی د هندوستان اړوند فېسبوک کاروونکیو ډېر مواد له فېسبوکه لرې کړي، په دویم قدم کې پاکستان او په درېیم قدم کې د برازیل هیواد چې په فېسبوک یې پروپاګند او دروغ خپرول ، ډېری مواد له دې ټولنیزې شبکې لرې کړي شوي دي.
یوازې تېر کال د هندوستان فیسبوک کارکوونکو ۱۷ زره پوسټونه او د پاکستان ۲ زره پوسټونه ډیلیټ کړي دي.















