د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز “بګرام هوايي ډګر” توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۹)

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو تر ټولو ستر پوځ مرکز او هوايي ډګر د طالبانو له خوا تر توغنديز بريد لاندې راغلی دی.

د بګرام ولسوالۍ امنيتي سرچينې وايي، دغه بريد تيره شپه د نهه بجو په شاوخوا کې شوی چې توغوندي د بهرنيانو استوګن ځايونو ته نږدې لګيدلي او له بريد وروسته په میدان کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.

د سرچينې په وينا، د توغنديو تر لګيدو وروسته بهرنيو ځواکونو په شاوخوا سيمو ګزمې کړي خو هوايي بريدونه يې ونه کړل.

طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي: “تیر ماښام د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، توغندیز برید شوی ، اشغالګرو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي”.

تر اوسه بهرنيانو په یاد بريد کې د اوښتو تلفاتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

وخت ناوخت په افغانستان کې د بګرام هوايي ډګر او د بهرنيانو نور پوځي مرکزونه د طالبانو تر توغنديزو بريدونو لاندې راځي چې هغوی ته پکې مالي او ځآني تلفات اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ پر اساس رسنيو سره نه شريکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button