د امريکا سفير: د ګډ حکومت مشران بايد په فوق العاده شپږمياشتنۍ دوره کې کار وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۹)

په کابل کې د امریکا سفير جان بس وايي، د ګډ حکوت قانوني دوره پای ته رسيدلې خو دا چې د سترې محکمې د پريکړې له مخې شپږ مياشتې نوره وغځول شوه دا یوه فوق العاده دوره ده چې بايد عادي ونه ګڼل شي.

جان بس د حکومت د قانوني دورې له پای ته رسیدو وروسته د وزيرانو او لوړرتبه حکومتي چارواکو بدلول او له دندو ګوښه کول تر پوښتنې لاندې راوستي چې په وينا يې بايد وپوښتل شي چې په اوس وخت کې دغه ډول اقدامات د ملت په خير دي او که په حکومت کې د ځينو اشخاصو په ګټه.

هغه وويل، د ملي یووالي حکومت روانه شپږ مياشتنۍ یوه فوق العاده دوره ده چې مشران يې بايد عادي ونه ګړي او له خپلو کارونو ښه څارنه وکړي.

هغه ويلي، دا چې د حکومت د قانوني دورې له پوره کيدو څو ورځې وروسته د وزيرانو، او لوړپوړيو حکومتي چارواکو په کچه خلک تبديليږي دا د ملت په خير نه دی او د انتخاباتو لپاره یو کمپيني هڅه ده چې زما په فکر په دې اړه د نورو نوماندانو غوښتنې سمې دي.

دغه راز جان باس له ټاکنو کمېسيون غوښتي چې ځان ته دې د ټاکنو بودیجه برابره کړي او په هيواد کې شفافې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي خو د ټاکنو کمېسيون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، د وخت، بودجې او تخنيکي امکاناتو د کموالي او نورو ستونزو له امله پريکړه شوې چې د ميزان پر شپږم یوازې ولسمشريزې ټاکنې وشي او د ولايتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې پاتې ټاکنې به بل پړاو ته وځنډول شوې.

تر دې مخکې د ولمشرۍ دولس نوماندانو په وار وار ګواښونه کړي چې د ګډ حکومت قانوني دورې تر پای ته رسیدو وروسته غني له ارګ څخه په زور باسي او بايد یو سرپرست حکومت منځته راشي خو د محکمې تر پريکړې وروسته نوماندانو بيا ځلې د غني د ليرې کولو په اړه اقدامات نه دي کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button