بادغيس: طالبانو يوځل بيا د بالامرغاب ولسوالۍ ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۹)
د راپورونو له مخې، د بادغیس ولايت بالامرغاب ولسوالۍ تر کلکې جګړې وروسته يو ځل بيا د طالبانو لاسته ورغلې ده.
په ولسي جرګه کې د بادغيس د خلکو استازی ضياءالدين اکازی وايي، تيره شپه طالبانو په بالامرغاب ولسوالۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل چې تر نن ورځې پورې يې دوام درلود.
د اکازي په وينا، د طالبانو په بريدونو کې لس کومانډو عسکر وژل شوي، يوولس تنه نور ټپيان دي په خبره يې په دغه جګړه کې درې طالبان وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي.
د بادغيس د والي وياند په یاده ولسوالۍ د طالبانو بريد تاييدوي خو په جګړه کې د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
دغه راز یوې بلې امنيتي سرچينې شمشاد نيوز ته ويلي، چې تيره شپه په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ درنه جګړه شوې چې په پايله کې يې دولتي عسکر د ولسوالۍ پريښودو ته اړ شوي او د سيند بلې غاړې ته د ملي پوځ کنډک ته ورغلي دي.
د طالبانو سيمه ييزې سرچينې هم تاييدوي چې ولسوالۍ په مکمله توګه د طالبانو لاسته لويدلې په وينا يې په جګړه کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته لويدلي خو د طالبانو رسمي ادرسونو څخه تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.
طالبانو د الفتح عملياتو د پيل په ورځو کې هم د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ نيولې وه چې لسګونه عسکر پکې ووژل شول، د سلو په شاوخوا کې طالبانو ژوندي ونيول چې وروسته يې بيا د تضمين اخيستلو په بدل کې خوشې کړل.



