خامنه ای: امريکا سره خبرې زمونږ په تاوان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۹)

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې که ايران امريکا سره خبرې کول غواړي نو لومړی دې دولس شرطونه پوره کړي بیا به واشنګټن له تهران سره خبرو ته اماده شي خو د ایران مذهبي مشر حیات الله خامنه ای بيا په تازه څرګندونو کې ويلي چې د امريکا سره د مذاکراتو اراده نه لري او دا يې په تاوان دي.

دولس شرطونه چې امريګا پر ايران ايښي: د کيمياوي وسلو تياري بندول، نړيوالو کتونکو ته د کيمياوي وسلو د معاينې اجازت ورکول، د کيمياوي وسلو لېږدونکي ميزايلو تياري بندول، په تير کې د کيمياوي وسلو جوړولو هڅې ښکاره کول، وسله والو تنظيمونو حزب الله، حماس او نورو ډلو مرسته بندول، یمن کې د شيعه حوثي یاغيانو مرسته بندول، له شام څخه خپل پوځ بيرته ور غوښتل، افغانستان کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلرو مرسته بندول، د القاعده مشرانو ملاتړ نه کول، ګاونډيو هيوادونو ته د خطر نه پيدا کولو تضمين، په ايران کې بنديان ټول امريکايان خوشې کول او د سایبري حملو بندول هغه دولس شرطونه دي چې امریکا پر ايران ايښي او بيا به ورسره خبرو ته کښېني.

خو د ايران مذهبي مشر ایت الله خامنه ای بيا له امريکا سره خبرې بې ګټې بللي وايي، هيڅکله به د اتمي وسلو پر سر له امريکا سره مذاکرات ونه کړي ځکه په وينا يې يې دغه مذاکرات مونږ ته هيڅ فايده نه لري بلکې تاوان رارسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button