
گناه کوه! پروا نلري!
انجنير عمير وياړ
ابراهيم بن ادهم ته يو سړي راغی ورته يې وويل نفس می ګناهونو ته رابلي : ماته نصيحت وکړه:
ابراهيم بن ادهم ورته وويل: کله دی چې نفس ګناه ته رابللي ګناه کوه پروا نلري.
مګر زما له لوري تاته پنځه شرطونه دی .سړي وویل وایه شرطونه کوم دي.؟
ابرهيم وويل:
کله چې ګناه کوي په داسي پټ ځاي کې يي کوه چې الله دی نه ګوري.
سړي وويل: سبحان الله دا څنګه کيدلي شی له هغه نه خو هيڅ هم پټ نه دی.
ابراهيم وويل: آیا تاته حيا نه درځي چې الله دی ګوری او ته ګناه کوي؟
سړی چپ شو..!
بيا يي وويل نور هم راته وایه.
ابراهيم وويل:
کله چې ګناه کوي دهغه د زمکي په مخ يې مه کوه.
سړي وويل:
نو چيرته لاړ شم؟ دا دنيا خو ټوله د هغه ده.
ابراهيم بيا ورته وفرمايل:
آيا تاته حيا نه درځي چې ته د هغه په ځمکه ژوند کوي او هم يي نافرماني کوي؟
سړي وويل: نور وايه راته.
کله دی چې ګناه کوله دالله رزق مه خوره.
هغه ورته وويل : زه به څنګه ژوند وکړي شم په داسی حال کې چې دا ټول نعمتونه دهغه دی.
ابراهيم ورته وفرمايل: آياته نه شرميږی ؟ چې الله خوراک او څښاک درکوی او بيا هم ته سرغړونه کوي.
سړي وویل نور هم راته ووایه.
ابراهيم بن ادهم ورته وفرمايل:
کله دی چې ګناهونه کړي وی او د الله ملائکي درته راشي چې جنهم ته دی بياي ته ورسره مه ځه.
سړی وویل: زما خو له هغو سره وسه نه رسيږی چې جهنم ته می بيا يي.
نو ابراهيم بن ادهم ورته وويل: ښه چې کومه عمل نامه يې درکړي وی له هغی نه انکار وکړه. چې دا عملونه می نه دي کړي.
سړي وويل کرام الکاتبين فرشتي به چيرته وي ؟ او حفظه فرشتي چې ماسره وی شاهدي به راباندی ووایي بیا سړی په ژړا روا شو او دا کلمات يې تکرارول:
أين الكرام الكاتبون .. والملائكة الحافظون .. والشهود الناطقون.



