په مسکو کې ازاد او غلام سره توپير شو!!

غورځنګ

دا چې تېره ورځ په مسکو کې روسانو طالبان او د افغانستان نور سياسيون د دې لپاره غوشتي وو تر څو پورې چې د مسکو او افغانستان تر منځ د سل کلنو اړيکو په پار وغږېږي، د دغو اړيکو تېر تاريخ وسپړي او ښېګڼې او بدګڼې يې راوپلټي، تر څو په راتلونکو اړيکو کې ورڅخه مثبته استفاده وشي.

اوس راځو دې ته چې که څه هم دغه کنفرانس ته طالبان او افغان سياسيو د ولسمشر غني د دولت د استازو په شمول تللي وو، خو دغه تګ خورا ډېر توپير درلودلو، چې مونږ د مسکو له کنفرانس څخه د ازاد او غلام ذهنيت او شخصيت د پېژندلو لپاره لاندې مادې راټولې کړي دي:

دا چې اوس نږدې ټول ولسونه د سوشل ميډيا ننداره کوي او هر څه پکې ګوري، بيا له همدغو څخه خپل قضاوت هم کوي، نو تېره ورځ چې کله هم طالبان د غونډې درشل ته د ننوتلو په حال کې وو، د ژورنالستانو پرې خورا بد حال وو، يعنې تصويرونه او نور هغه څه چې بيا وروسته رسنيز شول، او دا له دې امله چې يو خو طالبان تقريباً ډېره موده پس رسنيز شول او په دومره نړيواله کچه وځلېدل، بل دا چې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لومړی ځل په ټولنيزو رسنيو کې په دومره لويه کچه راښکاره شو.

خو که بل خوا د افغان سياسيونو لور ته ځير شو او وګورو چې د د وی لپاره هېڅ داسې کوم اقدام او د تيارۍ تابيا ونه نيول شوه بلکې د عادي وګړو په څېر په داسې حال کې شايد غونډې ته ننوتلي وي چې څوک يې استقبال او هرکلي ته نه وو ولاړ.

همدارنګه کله چې غونډه پيل کېدله او هر يوه ته نوبت ورغی نو طالبانو په خپل وار سره پر موضوع د بشپړ حاکميت لرلو په ترڅ کې د روسيې اړيکې پوره واضحې کړې او په دې اړه يې له حقائقو سترګې پټې نه کړې بلکې په پوره جرأت او مېړانه يې دغه اړيکې کما حقه تشرېح او توضېح کړې.

مګر کله چې حکومتي لوري او افغان سياسيونو ته نوبت ورغی نو يو خو يې پر موضوع بشپړ حاکميت نه درلود يعنې موضوع به يې يوه خوا او بله خوا کشوله، د مثال په ډول عطاء نور ته چې کله نوبت ورسېده نو د روسانو د اړيکو موضوع ورڅخه پاته وه بلکې له طالبانو يې د اوربند او سولې غوښتنه کوله. چې د روسي چارواکو له لوري دا ورته وروفهمول شوه چې نننۍ غونډه د دې نه ده لکه ته چې څه وايې بلکې د دې موضوعاتو لپاره سبا بين الافغاني کنفرانس دايرېږي دغه ډول موضوعات له هغه کنفرانس سره ښايي.

چې دا پخپله مونږ ته د ازاد او غلام طبيعت څرګندونه کوي او دا راښيي چې ازاد او د خپلواکۍ غوښتونکي په هر ځای کې يو ډول وي په دريځ کې يې هېڅ ادلون بدلون نه راځي، د حق په بیانولو کې له چا ډار او وېره نه لري، که مسکو وي او يا هم واشنګټن خو دوی پکې تل حق بيانوي.

مګر باطل ډله بيا په هر ځای کې هڅه کوي چې خپل غلام ذهنيت څرګند کړي تر څو په حق ويلو ورڅخه څوک خفه نشي. په هر ځای کې د چاپړوسۍ ژبه کاروي، په هر ځای کې داسې ګومان کوي چې د بادارنو په وړاندې ناست دی.

بل توپير دا  چې طالبانو هلته هم  خپل اصل، ديني، نبوي او افغاني کلتور نمائنده ګي کوله، يعنې بې ښکلې پګړۍ، ښکې لويې ږيرې، اوږدې جامې او څاردرونه پر اوږو، افغاني دود واسکټونه او همداشان نور هغه چې له يوه اصلي مسلمان افغان سره ښايي؛ د دوی جامه وه، چې نړيوالو ته د دوی دغه ډول جامه نادره هم برېښي او د دوی د رعب او دبدبې په زياتولو کې يې پوره رول هم لرلی دی، مګر که بل طرف ته افغان سياسيون او د ولسمشر غني نمائنده ګان وګورو نو اول خو ږيره بلکل د دوی په مخونو نه وه، که وه هم نو صفر درجه ماشین وه، جامې يې پر تن نه وې بلکې نکټايي او پتلون چې له ورايه د غلام د ذهنيت انځورونه کوي: اغوستي وو. چې خبرې او هر څه يې په کنفرانس کې نړيوالو او نورو خلکو ته چندان د اهميت والا نه برېښېدل او نه هم دغه خلک د افغانانو اصل نمائنده ګان بلل کېدل.

همدارنګه غونډې ته د طالبانو راتګ هم دپلوماتيک وو، يعنې د دوی په يوه صف کې اوږه پر اوږه راتګ د دوی د يوون او وحدت نښه وه او نړيوالو ته يې دا ور وفهموله چې موږ سره نه بېلېدونکي خلک يو، که هر څومره ستونزې وګالو پر ځای د دې چې سره بېل شو نور هم سره پېيل کېږو.

مګر په غلامو ذهنيتونو کې بیا د دا ډول اصليت هېڅ څرک نه وو، بلکې د دې اصل پر وړاندې هر يوه يې هڅه کوله چې له روسي چارواکو سره لږ ډېرې خبرې وکړې او ځان ورته مطرح کړي، چې دا کارونه پخپله د دوی د دايمي انزوا او د نړيوالو له سترګو څخه د غورځېدلو لامل شوي دي.

پورتني هغه عوامل د مشت نمونه خروار په څېر راوړل شوي دي چې د غلام او ازادو ذهنيتونو او شخصيتونو تر منځ جوت او څرګند توپيرونه بلل شوي دي، نو هيله ده چې اخذ به ورڅخه کړی وي او غلام او ازاد شخصيتونه به مو پېژندلي وي.

مربوطه مطالب

Back to top button