نړیوال روغتیايي سازمان له حکومتونو څخه د سگریټو پرضد د قاطع مبارزې غوښتنه کړې ده. ددغه سازمان په خبره که څه هم د سگریټو خطر معلوم دی، خو بیا هم د هغه د څکولو له کبله هر کال اته ميلیونه انسانان وژل کیږي.
دغه خبره د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO)عمومي منشي، تدروس ادانوم گبرییسوس نن جمعه(د می ۳۱ مه) د «بې له تنباکو» نړيوالي ورځي په مناسبت په ژنیو کي وکړه.
گبرییسوس وايي، چې له دغه ۸ میلونو مړو څخه یو میلونه هغه خلک دي چې سګریټ نه څکوي بلکې د نورو دود تنفس کوي، هغه وايي د سګریټ څکوونکو ۴۰ ٪ په سختو تنفسي ناروغیو اخته دي، هغه په اخر کې وايي، چې سالم سږي د یوه سالم ژوندانه اساس جوړوي.


















