کابل ټکی کام( جمعه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۸)
د کرکټ نړۍوال جام سیالیو کې دا مهال د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ لوبه روانه ده.
د لوبې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې کپتان هولډر وګټله او پاکستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
دم ګړی ویسټ انډیزۍ لوبډله پاکستاني لوبغاړو ته په توپ اچونه بوخته ده او پنځه اوره شوي دي.
پاکستان د ۵ اورونو په لوبولو سره توانیدلی چې ۳۳ منډې جوړې کړي او تر دې دمه یې ۱ لوبغاړی سوځیدلی.
د ۲۰۱۹کرکټ د نړۍوال جام سیالیو کې ننۍ دوهمه لوبه ده چې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ روانه ده.
تر دې وړاندې لومړۍ لوبه د انګلینډ او سوت افریقا ترمنځ وه چې انګلینډ وګټله.


















