کابل ټکی کام ( جمعه ، ۱۰ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
فیفا دټاکنو په ځنډ اندېښنه څرګنده کړې. فیفا زیاتوي،
د غزني او ولایتي شوراګانو ټاکنو نېټې د ځنډ په تړاو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروستۍ پرېکړه له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروستۍ پریکړه، چې د میزان پر شپږمه نېټه به یوازې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي وايي، که د نېټو بدلون همداسې دوام وکړي احتمال شته چې کمېسیونونه د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدو ته هم ورته بهانې ولټوي او وځنډیږي.
فیفا وايي، چې ټاکنیز کمېسیونونه د تفتیش کره ارزیابي نه لري او نوي کمېشنران هم د سم مدیریت ظرفیت نه لري.
دوی وايي، د کمېسیونونو له لوري هره ورځ د ټاکنو نېټو څخه تېښته کول د اندېښنې وړ ده.
په ورته وخت کې ولسمشریزو ټاکنو ته یو شمېر نوماندان هم وايي، چې حکومت د ټاکنو ظرفیت نه لري او داسې اندېښني شته، چې ښايي ولسمشریزې ټاکنې هم پر خپل وخت ترسره نه شي.
یوشمېر سیاسیونو او ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندانو تردې وړاندې دورته اندیښنو په شریکولو سره دټاکنو له ځنډ خبر ورکړی وو، دوی په دې کمیسون کې له پراخو دربدریو او فساد کلک اندېښمن ښکارېدل.


















