شنبه, مې 2, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

د طالبانو مشر: د پوځي عملياتو او سياسي هڅو هدف د اشغال خاتمه او اسلامي نظام دی؛ اختر مبارکۍ پيغام

اسلامي امارت د واک انحصار نه غواړي موږ پر دې باور یو چې ټول افغانان به په ریښتیني توګه په نظام کې خپل ځان وویني

ح جلال نشرونکی: ح جلال
جون 1, 2019
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
24
ځلې شریک شوی
304
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۱)

طالبانو نن د غبرګولي په ۱۱ نيټه د کوچني اختر په مناسبت د خپل مشر (شيخ هبت الله اخندزاده) د مبارکۍ پيغام خپور کړ.

دغه پيغام چې يوه کاپي يې کابل ټکی کام ته هم رسيدلې د طالبانو مشر پکې هيوادوالو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ، په وروستيو پوځي او سياسي تحوولاتو خپل نظر څرګند کړی او په ځينو نورو موضوعاتو يې هم څرګندونې کړي.

د طالبانو مشر په خپل پيغام کې هيوادوالو ته ويلي چې د اشغال په وړاندې وسله واله مبارزه يې بريالۍ شوې په وينا يې د دغه جهاد او قربانۍ د دې لامل شوي چې د هیواد د ټولو پوځي او سیاسي اقداماتو ابتکار اسلامي امارت ترلاسه کړی دی.

په پيغام کې راغلي، که اسلامي امارت څومره پوځي عمليات کوي او يا د امریکايانو سره د اشغال پر خاتمې خبرې کوي د دې يواځينی هدف د اشغال ختمول او د اسلامي نظام راتګ دی.

ـــ د اسلامي امارت پوځي او سیاسي اقدامات تر یوه موقف او یوې قومندې لاندې په داسې ډول ترسره کیږي چې په عمل کې یو بل ته قوت ور بښي.

د طالبانو مشر وروستيو سياسي تحوولاتو ته کتو ويلي چې اسلامي امارت د خپل دريځ له مخې په دې توانيدلي چې سیمه ييزه اجماع د ځان کړي او دغه راز په بين الأفغاني تفاهم يې هم خبرې کړي چې په وينا يې پرمختګ پکې شوی دی.

ښاغلي هبة الله اخندازه هم په خپل اختريز پيغام کې ويلي، چې اسلامي امارت د واک انحصار نه غواړي (موږ پر دې باور یو چې ټول افغانان به په ریښتیني توګه په نظام کې خپل ځان وویني).

په پيغام کې راغلي، اسلامي امارت خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د سالم شرعي نظام په سیوري کې به هیوادوالو نارینه او ښځینه و ته ټول حقه حقوق ورکول کیږي.

د طالبانو مشر ملا هبة الله اخندزاده د پيغام په اخره کې خپلو جهادي ملګرو ته هم توصيې او ځينې سپارښتنې کړي دي.

دغه پيغام چې د طالبانو د رسمي ادرس له خوا راليږل شوی کابل ټکی کام يې هم د زیات اهميت له کبله کټ مټ نشروي:

د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هِبة الله اخندزاده (حفظه الله) ‌د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.

یقول الله عزوجل فی محکم کتابه: وَاذْكُرُوا إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (26) الانفال

د افغانستان مجاهد او مؤمن ولس، د سنګر سرښندونکو غازیانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

 د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله تاسو ټولو ته مبارکي وایم، الله تعالی مو روژې ، تراویح او ترسره  کړي ټول عبادات قبول کړه.

 الله تعالی دې د ټولو شهیدانو شهادتونه قبول کړي، د مجاهدینو د غزا او ستړیاوو دې الله تعالی اجرونه ورکړي، زخمیانو ته دې الله رب العزت عاجله شفاء او زندانيانو ته د نجات او آزادۍ اسباب برابر کړي.

 د شهیدانو پلرونو، میندو، کونډو، وروڼو، خویندو او اولادونو ته له الله تعالی څخه جمیل صبر، باعزته ژوند او د سپیڅلو ارمانونو د پوره کېدو دعاکوم.

مسلمان.مجاهد.ولسه!
غواړم له دې فرصت نه په استفادې سره د هیواد د وروستیو جهادي او سیاسي تحولاتو په اړه خپل نظر در سره شریک کړم .

ـــ د الله تعالی په نصرت او د مؤمن ولس په ملاتړ په پوره باورسره تاسو ته ډاډ درکوم چې د اشغال په وړاندې ستاسې برحق جهاد او مقاومت نور د بریالیتوب سرمنزل ته ورلنډشوی ان شاء الله تعالی.

ـــ بهرني اشغالګر که هرڅومره په خپل پوځي او تخنیکي قوت مغرور دي او د بېوزله افغانانو خلاف یې له وحشته ډک موقف نیولی؛ خو بیاهم د هغوی ټول پوځي غرور ستاسو د دفاعي مقدس جهاد په وړاندې په شکست محکوم شوی او ستاسو جهاد او تاریخي سرښندنې د دې لامل ګرځيدلې چې د هیواد د ټولو پوځي او سیاسي اقداماتو ابتکار اسلامي امارت تر لاسه کړي.

ـــ د دغه ابتکار په ترڅ کې که اسلامي امارت په جهادي جبهاتو کې فاتحانه عملیات ترسره کوي او که په سیاسي ډګرکې له امریکايانو سره د افغانستان د اشغال د خاتمې لپاره مذاکرات کوي د دې دواړو غرض او هدف د اشغال خاتمه او داسلامي نظام قیام دی.

ـــ د اسلامي امارت پوځي او سیاسي اقدامات تر یوه موقف او یوې قومندې لاندې په داسې ډول ترسره کیږي چې په عمل کې یو بل ته قوت ور بښي.

ـــ بهرني یرغلګر او کورني ملګري یې د جګړې د ټولو قوانینو او اخلاقي مقرراتو خلاف په سخت وحشت سره زموږ په کلیو، بازارونو، جوماتونو، کلینیکونو، مدارسو او نورو ځایونو باندې داسې ړندې بمبارۍ او ظلمونه کوي، چې دبشر تاریخ یې مثال نه لر.

ـــ عام ولسي وګړي په شهادت رسوي، د کورونو پریښودلو ته یې اړباسي، په نیمو شپو د خلکو شخصي حریم ماتوي، دروازې یې په بمونو الوزوي، ښځې او ماشومان له خواږه خوبه په وحشت سره را پاڅوي، د هیڅ ډول  عزت خیال یې نه ساتي، نارینه یې د ښځینه وو، خویندو میندو په وړاندې په بې رحمانه ډول په شهادت رسوي.

ـــ په زرګونو افغانان په زندانونو کې په  شکنجو ځوروي، د کابل ادارې له وحشي زندانونو څخه د سختو او نامساعدو شرایطو له وجې د یو شمېر مظلومو بندیانو د شهادت خبرونه را رسیږي، حتی په دا وروستیو کې يې په زندانونو کې په بې وسلې او لاس تړلو بندیانو مرمۍ و اورولې، چې پر مظلومو زندانیانو ډزې کول د جنګي جنایت تر څنګ ستره بزدلي او نامردي هم ده.

بې له شکه چې دا د یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو پر ټنډه تور داغ دی او په ننني عصر کې د تیر ټول انساني تاریخ د وحشت رکارډ ماتوي.

درنو هیواد والو او د نظرخاوندانو!

ـــ اسلامي امارت د خپل اصولي دریځ او سوله ییزې تګلارې له مخې په دې توانیدلی چې د افغانستان د ګاونډ او سیمه ییزه اجماع د ځان کړي، په مسکو کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ۱۲ هیوادونو لومړی کانفرانس، د اسلامي امارت له سیاسي استازیو سره د نړۍ د هیوادونو اړیکې او د هغوی د سیاسي لوړ پوړو چارواکو رسمي لیدنې کتنې او د بین الافغاني تفاهم په سلسله کې غونډې او تماسونه زموږ د خبرې ښکاره ثبوت دی.

ـــ د کابل اداره هڅه کوي د خپل ځان په مطرح کولو سره د اسلامي امارت او افغان سیاسیونو د تفاهم مخه ډب کړي، چې دې بې ګټو هڅو او د بین الافغاني تفاهم په مخ کې سیاسي مزاحمت ته یې اسلامي امارت هیڅ اعتناء نه کوي.

ـــ اوس د دې وخت راغلی چې ټول هیوادوال په یوه خوله د اشغال د خاتمې، اسلامي نظام د حاکمیت او ملي یو والي متحد غږ راپورته کړي.

ـــ اسلامي امارت د واک انحصار نه غواړي، موږ پر دې باور یو چې ټول افغانان به په ریښتیني توګه په نظام کې خپل ځان وویني.

ـــ د موجوده بنسټونو په برخه کې به اسلامي امارت د اصلاح او سمون له لارې داسلامي اصولو په رڼاکې د آینده افغانستان لپاره مثبت کار واخلي.

د بهرني سیاست په اړه:

ـــ د اسلامي امارت په اند د یوه سوله ییز افغانستان وضعیت دا ایجابوي چې دلته نور له خارجي اشغال نه خلاص یو داسې افغانستان وجود ولري چې نه یې څوک خپلواکي او حریت نقض کړي او نه یې هم ځمکه او فضا د بل چا په ضرر وکاریږي.

ـــ اسلامي امارت د ټولې نړۍ او خاصتا د سیمې له هیوادو سره په مثبتو اړیکو باور لري او له ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمن دی؛ خو امریکا او په کابل کې د هغوی تپل شوې اداره دلته د جګړې د غزولو، قومي، سمتي او سیاسي  تعصباتو را پارولو له لارې دا هڅه کوي ترڅو زموږ هیواد د ټولې سیمې او ګاونډیانو په وړاندې د یو سنګر په حیث وکاروي، فتنه ګرې ډلې راپیدا او تقویه کړي، خو لله الحمد د مجاهدینو په وړاندې فتنه او فتنه ګره مفسده  ډله له شکست سره مخ  او مغرور امریکايي جنرالان او داخلي ملګري یې د افغان ولس جهادي عظمت ته سر ټیټي شوي دي …قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ (58) سورةیونس..

ـــ اسلامي امارت به د الله تعالی په نصرت او د خپل مؤمن ولس په ملاتړ فتنه ګرو ته دافرصت ور نه کړي چې نور افغانان وځوروي، یا هم له افغانستان څخه د فتنې مرکز جوړ کړي او نورو ته تهدید شي.

د مذاکراتو په هکله:

ـــ اسلامي امارت د خپل سوله ییز موقف له مخې امریکایي لوري ته بلنه ورکوي چې د تعقل او تفاهم موقف غوره کړي، په مذاکراتي بهیر کې په صادقانه ډول سهیم و اوسي او د دې بهیر د تحرک لپاره د اسلامي امارت معقولې طرحې ومني.

ـــ اسلامي امارت غواړي چې په ګران هیواد کې د افغانانو د خوښې یو خپلواک، اسلامي، او افغان شموله  نظام حاکم شي، همدې هدف ته د رسیدو لپاره مو د مسلح جهاد ترڅنګ د تفاهم او مذاکراتو دروازه هم پرانیستې پریښې ده، چې همدا اوس له امریکایي لوري سره د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له طریقه د مذاکراتي ټیم په وسیله د تفاهم سلسله جریان لري، الله تعالی ته سوال کوو چې هیوادوال یې د ښو پایلو شاهدان و اوسي.

ـــ په دې خبره باید دوست او دښمن پوه شي چې موږ په سیاسي تعاملاتو کې پر دوه مخي سیاست هیڅ ډول باور نه لرو، د مذاکراتو په پلمه وقت تلفي، تر پردې لاندې سازشونه او دوه ګونی چلند مو نه خوښ دی او نه یې د بریالیتوب لار بولو.

ـــ هیڅوک دې داتمه نه راڅخه کوي چې خپل هدف ته تر رسیدو مخکې به د جهاد ګرم سنګرونه ساړه او څلویښت کلنې قربانۍ هیرې کړو.

ـــ  له امریکایانو سره د مذاکراتو ترڅنګ مو د بین الأفغاني تفاهم په برخه کې هم کافي پرمختګ کړی اونور به هم وشي ان شاء الله، ترڅو خواخوږي او د وطن په درد دردمن افغانان وکولای شي له اشغال څخه تر خلاصون وروسته خپلمنځي ټولې ستونزې په تفاهم سره حل وفصل کړي.

د کابل ادارې منسوبینو ته!

ـــ د کابل ادارې  نظامي منسوبینو، ملکي مسئولینو او ټولو کارمندانو ته مو پیغام دا دی چې تاسو د همدې خاورې او ولس بچیان یاست، پلرونو او نیکونو مو ټولو د اسلام د ساتنې لپاره قربانۍ ورکړې دي، تاسو ته په هیڅ دلیل نه ده روا چې د خپل مجاهد ولس خلاف د هغو اشغالګرو تر قومندې لاندې وجنګیږئ چې زموږ د عقیدې او خاورې سرسخته دښمنان دي، زموږ هیواد یې اشغال کړی او زموږ په ولس ظلمونه کوي.

ـــ له تاسو سره زموږ مخالفت  په همدې ټکي دی، که تاسو د اشغالګرو له ملګرتیا لاس واخلئ، زموږ وروڼه یاست، مجاهدین لکه څرنګه چې د هیواد په لر او بر کې  هره ورځ له دښمنه را جلا کیدونکو عسکرو ته هرکلی وایي په غاړو کې ګلان ور اچوي، د جنګي اسیرانو ساتنه او تداوي کوي تاسو ته هم د سر او مال امن درکوي، نو تاسو هم د خپل دنیوي او اخروي نجات لپاره اقدام وکړئ او مخکې له دې چې د امریکایانو په ملګرتیا کې هلاک شئ، د اشغالګرو له صف څخه ځانونه رابېل کړئ د هغوی په مقابل کې ودریږئ او د آزادۍ د لارې اتلان شئ.

 قدرمن اولسه!

ـــ اسلامي امارت خپل ولس ته ډاډ ورکوي چې د سالم شرعي نظام په سیوري کې به هیوادوالو نارینه او ښځینه و ته ټول حقه حقوق ورکول کیږي.

ـــ اسلامي امارت به د معیاري (دیني او عصري) تعلیم، کار، تجارت، ترقي ، آبادۍ اوپه ټولو اجتماعي برخو کې د پرمختګ  زمینه سازي کوي، ځکه دا د افغانانو بنیادي حق او زموږ د ټولنې د رفا او کامیابي لپاره  حیاتي او لازمي اړتیا ده.

ـــ اسلامي امارت همدا اوس ټولو مجاهدینو ته ځانګړي هدایات کړي چې د عام المنفعه پروژو ساتنې، پالنې او پرمختګ ته خاصه توجه وکړي.

 مجاهدینو وروڼو!

ـــ تاسو ته مې پیغام دا دی چې خپل مسؤلیتونه هغه که نظامي وي او که ملکي،  په ډیرې امانتدارۍ، جدیت او اخلاص سره انجاموئ، یو د بل مرسته کوئ، خبره سره منئ او اختلاف مه سره کوئ، ( و تطاوعا ولا تختلفا) او کما قال رسوالله صلی الله علیه وسلم.رواه البخاری.

ـــ په نظامي عملیاتو کې د ولس د سر او مال حفاظت ته ډیره توجه کوئ، الله دې نه کوي چې د بې پروايي له امله ملکي تلفات رامنځ ته نه شي، دبې ګناه انسانانو وینه تویې نه شي او یاهم هیواد والو ته مالي زیان وانه وړي.

ـــ د دښمن کسان چې کله درسره اسیران شي نو بهترین اسلامي او اخلاقي چلند ور سره کوئ، پام کوئ چې د دښمن ظالمانه او وحشي کړنې مو داسې انتقامي جذبات راونه پاروي چې له خپل اخلاقي او معتدل مسیر نه مو واړوي،  د محاکمو له فیصلې پرته چي بندي ونه وژل شي.

ـــ  د خپلو صفوفو پاک ساتلو او په خپلو لیکو کې د بد اخلاقو او نا اهله کسانو نه پریښودلو ته خاصه توجه وکړئ، که مو صف ته بد خلک درننوتل بیا به د الله تعالی نصرت او د شریف ولس ملاتړ درسره نه وي، چې څوک اطاعت نه کوي او اصول نه مني داسې کسان له ځانه جلا کړئ.

ـــ د خپلو شهید شویو، اسیرانو او بي وزله ملګرو په کورنیو وخت په وخت پوښتنه کوئ او د خپل توان په اندازه مرسته ورسره کوئ، کماقال الله تعالی، ( وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا). ۸ الدهر

ـــ د هیواد ټولې هغه سیمې چې د مجاهدینو ادارې پکښې فعالې دي، د مجاهدینو لپاره یوه لویه ازموینه ده چې آیا اوس له خپلو شعارونو او مدعا سره سم د ولس خدمت او د اسلامي عدالت تعمیل کوي او کنه؟

ـــ موږ تاسو هر یو الله تعالی ته مسؤل یو، له هر چا څخه به د هغه د مسؤلیت او تر لاس لاندې رعیت په اړه پوښتنه کیږي، نو ټول مسئولین باید د ولس خدمت او د رعیت حقوق پرځای کول، خپل مسئولیت وګڼي.

ـــ په پای کې یو ځل بیا د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي درته وایم، له ټولو مجاهدینو او عام ولس څخه مې غوښتنه ده چې د کلي او ګاونډ غریبان، یتیمان، کونډې او بې وسه مسلمانان  او د محبوسینو کورنۍ د اختر په خوښیو کې هیرې نکړئ، له هغوی سره مرسته وکړئ. تر څو هغوی هم اختر ولمانځي او د خوښیو له دې فرصت نه محروم پاتي نه شي.    والسلام

د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوی هبة الله اخندزاده‌

۲۷/۹/۱۴۴۰هـ ق

۱۱/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/6/1م

مخکینې مطلب

خلک: د ګډو ځواکونو عملياتو کې په قصدي ډول ملکيان په نښه کيږي

بل مطلب

د روغې سټې او عالی ژوند  ګټور معلومات

ځانګړي مطالب

خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
افغانستان

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com