انجنیر عمیر ویاړ
چای لږ یخوئ بیا څښئ څو د سرطان لامل ونه ګرځي.
تل خواږه او بوره لږ مصرفوئ.
د ډوډۍ له درې وختونو څخه یو وخت هم مه حذفوئ.
مه یواځې سبزي جات خورئ او مه یواځې غوښه ځکه بدن دواړو ته اړتیا لري.
له اوږې او پیاز سره ټینګه مینه ولرئ.
چې څومره زیاتې اوبه څښلای شئ صرفه پرې مه کوئ
چپسو ته د دښمن په سترګه ګورئ.
خواړه په غاښونو ښه زیات میده کوئ.
هغه ماسته او شیدې استعمالوئ چې غوړ یې لږ وي.
رومیان خپل دوست ګڼئ
له وریجو هیڅکله اوبه مه باسئ
د هر ډول نوشابې سره دښمني اعلان کړئ.
بور لرونکی ډوډئ خورئ
د شپې ډوډۍ ناوخته خورئ
د ماهي خوړل جدي ونیسئ
چې هره ورځ نیم ساعت هم پلي وګرځئ بسنه کوي.
میوه چې څومره زیاته خوړلای شئ صرفه پرې ونکړئ
له سبزی جاتو سره ځانونه عادت کړئ.

















