(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۱)
د ميدان وردګو او ننګرهار ولايت اوسيدونکي وايي، چې د ګډو ځواکونو له خوا د شپنيو عملياتو پر مهال په قصدي ډول ملکي خلک په نښه کيږي.
دوی وايي، افغان او بهرني ځواکونه د ملکو خلکو خونديتوب ته هيڅ پام نه کوي او په یادو ولايتونو کې په دوامداره توګه د ملکي خلکو د وژنې لړۍ روانه ده.
د ننګرهار یوه اوسيدونکي عظیم خان کابل ټکی کام ته د خوګياڼیو د طوطو، ټټنګ، نکړخيلو او د سرخرود ولسوالۍ د څو شپنيو عملياتو یادونه وکړه چې په وروستيو کې پکې د وسله والو پر ځای ملکي خلک په نښه شوي دي.
د عظيم خان په وينا، عسکرو ته چې د چاپې په شپه څوک په مخه ورځي له يوې مخې پرې ډزې کوي او وژني يې.
دغه راز د ميدان وردګو ولايت اوسیدونکي هم وايي، چې د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال همغږۍ د نه موجوديت له کبله ډير کرته د وسله والو پر ځای ملکيان د ډرون بريدونو او بمبار هدف ګرځيدلي چې عامو خلکو ته يې درانه مالي او ځآني زيانونه اړولي دي.
په وروستيو کې د ګډو ځواکونو عمليات په بيساري ډول زيات شوي چې تر ډيره دغه عمليات په ملکي ميشت ځايونو ترسره کيږي او قربانيان يې هم ملکي وګړي وي.
که څه هم په بيلابيلو ولايتونو کې په پرلپسې ډول د شپنيو چاپو پرضد لاريونونه او د بنديدلو غوښتنه يې وشوه خو لا هم هره شپه چاپې وهل کيږي او ملکي خلک يې هدف ګرځي.
په افغانستان کې تر ټولو زياته ملکي مرګ ژوبله په شپنيو چاپو او بمبار کې اوړي خو یوناما، د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي بنسټونه او بشري ادارې په خپلو راپورونو کې یادو تلفاتو ته ځای نه ورکوي.
















