د نړۍ تر ټولو کوچنۍ بې پیلوټه چې وزن يې ۷۲ ګرامه ده

د هالینډ د ډیفلیټ پوهنتون یو داسې کوچني ډرون الوتکه جوړه کړې چې وزن يئ ۷۲ ګرامه او لويوالې يې ۱۰ سانتي متره ده، دغه ډرون (بې پیلوټه) الوتکې سرعت ۲ متره په ثانیه ښودل شوي.

د هالینډ ډیفلیټ پوهنتون د ساینس او ټکنالوژۍ برخې پوهانو په دغه ډرون کې داسې سافټ ویر استعمال کړي چې په خپله ځان کنترولوي، دغه ډرون الوتکه د نړیوالې هوايي ځغاستي لپاره استعمالیږي، د ډرون د سپکوالي لپاره د یو الګوریتم ، پروسیسر او یو کیمرې څخه استفاده شوي ده.

په ډرون کې د شل لکو ډالرو مصنوعي ذهانت ( ارټي فیشل انټلي جینس) والا ریبوټ ریسنګ سیسټم اچول شوي، د ډرون د ځغاستي مقابلي لپاره يو شرط دا وه چې ځان به په خپله کنترولوي مطلب چلوونکي به نه لري، ددغې مقابلي انعام ۱۰ لکه ډالر ایښودل شوي ده.

مربوطه مطالب

Back to top button