کابل ټکی کام ( شنبه ، ۱۱ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې د ریاست پر سر د راپورته شوی کړکېچ د حل لپاره ددې جرګې څوارلسمه ناسته هم بې پایلې پای ته رسېدلې ده، خو د جرګې ځینو غړو هیله مندي ښکاره کړه چې پلاوی به سبا د ستونزې د حل طرحه وړاندې کړي.
په ورته وخت کې ځینې وکیلان وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي او دې ستونزې ته نور د پای ټکی کېښودل شي.
د ملي شورا د اوولسمې تقنیني دورې له پرانیستې وروسته د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره دویم پړاو ټاکنې ترسره شوې، خو د پایلو په اړه یې د جرګې د غړو تر منځ اختلاف رامنځته شو.
ولسي جرګه تر اوسه په ۱۴ ناستو کې د یادې ستونزې پر حل نه ده توانېدلې.
کتونکي دولسي جرګې دریاست پرسر روان کړکېچ دشرم وړبولي، اوددې کړکېچ دختمېدا لپاره عاجله سپارښتنه کوي.


















