پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د اختر د ورځې لپاره څو سپارښتنې!!

محمود نشرونکی: محمود
جون 2, 2019
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
0
35
ځلې شریک شوی
440
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

غورځنګ

دا  چې الله ج مسلمانانو ته د نوروز او مهرجان د کفري ورځو په مقابل کې دوه مبارکې او سپېڅلې ورځې ورکړي دي چې يوه يې د کوچني اختر مبارکه ورځ ده او بله يې د بيا د لوی اختر مبارکه ورځ ده، کله چې الله ج پر مسلمانانو باندې يوه مياشت روژه فرض وګرځوله لکه څنګه يې چې د تېرو پيغمبرانو په قومونو باندې فرض ګرځولې وه.

نو همداشان يې به دغو مبارکو ورځو او هم په عامو ورځو کې شتمنو خلکو ته توصیه کړې تر څو په غريبانو خلکو باندې له مالي اړخه پام وکړي او خصوصاً بیا د اختر په ورځو کې خو يې بيا پر غريبانو د پام ډېره توصيه کړې ده.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دغه ورځ که څه هم د خوشحالۍ ورځ ده او مسلمانان بايد د خوشحالۍ تر څنګ په دغه ورځ باندې غريب پالنه هم وکړي، شتمن مسلمانان بايد د غريبو مسلمانانو پر کورونو وګرځي او مالي ستونزې د خپلې وسې تر اندازې پورې حل کړي.

نو مسلمانانو وروڼو!!

کله چې خپلو بچيانو ته د اختر لپاره جامې، څپلۍ، بوټونه او نور شیان اخلئ! د هغو غريبانانو بچيان هم له ځان سره په ياد ولرئ! کوم چې د غريبۍ له امله نشي کولی خپلو بچيانو ته د خوشحالۍ د لمانځلو سامان واخلي.

کله چې خپلو کورونو ته د کوچني اختر پر ورځ هر ډول خوراکونه راوړئ! نو بايد هغه ماشومان مو هم په ياد وي چې کوم چې بېګايي يې پلار او مور په نهره ويده کوي او په د سبا ورځې د خوراک لپاره حيران وي . چې څه وکړي.

خصوصاً!!

افغانانو!!

کله چې مو خپل بچي ته هر ډول د لوبو سامانونه اخلئ! د هغه شهید بچيان مو هم بايد په ياد وي کوم چې پلار يې د اسلام د دين د لوړاوي لپاره خپل سر نذرانه کړی دی او د دې لپاره چې په نورو مسلمانانو باندې د کفر ظلم او ستم پای ته ورسېږي خپل ځان او خپل ژوند يې قربان کړی دی.

که مو خپل مور او پلار سره په ډېره مينه او محبت مخامخ کېږئ! نو د هغه شهيد مور او پلار مو چې له ياد ونه وځي کوم چې ستا په څېر خوږ بچی يې د الله ج په لاره کې قربان کړی دی. او اوس د هغه په جدايۍ کې شپې او ورځې تېروي.

کله مو چې خپل کور ته د خوراک مختلف ډولونه له بازارونو څخه وړل نو پام چې د هغه شهيد کور، بي بي او نوره ټوله کورنۍ مو له ياده ونه وځي چې د نفقې لپاره يې همدا ايکي يو زوی درلود خو هغه دوی د الله ج د رضا د حاصلولو لپاره د اسلام له دينه ځار کړی دی.

هغه هم ستا په څېر د يوه چا د سترګو تور وو، هغه هم بچيان، مور، پلار، وروڼه او نوره کورنۍ درلودله، هغه هم د خپلې کورنۍ د سترګو د يخېدو وسيله وه. خو دا چې اوس امت ته د سرونو نذرانه پکار ده نو په دې خاطر يې د الله ج لپاره نذرانه کړی دی، نو بايدته د هغه شهيد د کورنۍ پوښتنه وکړې، دعا ورته وکړې او د خپلې وسې په اندازه بايد يو څه ورته ورکړې.

کله چې دې خپل ځوان زامن او وروڼه وينې او د خوشحالۍ احساس کوې نو هغه فدايان درته بايد ياد وي کوم چې خپلې تنکۍ ځوانۍ يې د دې لپاره له خپل دين څخه ځار کړې تر څو په هېواد کې شرعي نظام نافذ او ټول مسلمانان پکې د ارام ساه واخلي.

نو اوس ته د هغوی مور او پلار ته بايد د تسکين او زړه د ډاډينې خبرې وکړې او د هغوی په مخکې خپل بچي ته دومره مينه مه ورکوه! چې د هغوی زړونه پرې ټکني شي.

او کله چې د اختر له لمانځه څخه تر فراغت وروسته له مسجد څخه راوځې نو بیاد ډېر په عُجز او خاکسارۍ راووځې، ځکه چې مسجد به ډېر داسې خلک راغلي وي چې جامې به يې د غريبۍ له امله زړې وي، شلېدلې او پيوند کړې جامې به يې په تن وي، د څپليو د اخيستلو وس به يې نه ويل لرلی، په کور کې به يې خپل وږي ماشومان سترګو ته کېږي. نو ته داسې حرکت ونه کړې چې خدا ناخواسته د هغه پر زړه د غشي په څېر ولګېږي بلکې ته بايد داسې حرکات وکړې چې د هغه لپاره خپله غريبي فخر وګرځي. نه د شرم توکی.

او بلخصوص په کور کې مو که چېرته يتيمان وي نو بايد له بل هر چا پر دوی زيات پام وکړئ! ځکه چې يتيم هغه څوک دی چې د دوی سپارښتنه الله ج په قرآن کريم کې په بار بار کړې ده او ډېر ځايه يې داسې ويلي دي چې د يتيم مال ته مه ورنږدې کېږئ! پر يتيم پام کوئ! او له يتيم سره ښه او غوره چلند وکړئ! د يتيم ښه کفالت و کړئ! اسلامي تربيه يې وکړئ! او د پرديتوب احساس ورته مه ورکوئ!

نو مسلمانانو وروڼو!!

کله چې  د اختر ورځ راغله نو هېڅ داسې حرکت درڅخه ونشي چې غريب ته د مزاحمت او د پرديتوب د احساس باعث او لامل وګرځي.

لوی ټکي: اخترسپارښتنېورځ
مخکینې مطلب

په عدلي ارګانو د عبدالله نیوکې،حقوقپوهان وایي فساد لکه چې اوج ته رسیدلی

بل مطلب

سرتیریه! وطن رښتیا هم ستا مور ده؟ که درواغ وایې!!

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com