څارنوال حشمت عبیدی
سرتیري چې د امریکا په ډالرو دومره مست شوي چې سترګې یې شته خو لیدل پرې نه کوي، غوږونه یې کاڼه او د عقل دروازې یې تړلي او له خولو یې داسې ببولالی ووځي چې پرتوګ ورته بیا نشي ګنډلای.
د ببولالو له جملې نه یې ځینې ببولالی دادي چې وایي وطن او هیواد مو د مور حیثیت لري، هو! هر افغان دا مني چې وطن د مور حیثیت لري هیڅوک ترې انکار نشي کولای. خو سرتیریه! په ډانګ پییلې به یې ووایو چې د کوم افغان ضمیر او وجدان به دا ومني چې په مور کې یې امریکایان وګرځي؟ په بخښنې سره، خو دا یوحقیقت دی باید همداسې یې ووایو.
د مور نه خو باید د هر تیري پر وړاندې د سر په بیه دفاع وکړو، دا څنګه مور ده چې پر امریکایانو یې ساتئ؟
خو حقیقت دادی چې یا درواغ وایاست پدې معنا چې مور مو نده تاسې د دې خاوري بچي نه یاست او یا دومره مجبور شوي یاست چې مور پر امریکایانو ساتئ او د مور بچي د امریکا په ډالرو وژنئ. ایا دې ته مجبوریت ویل کیدای شي؟ لکه دا ځینې چې ادعا کوي چې ګوندی دا منو چې ارګانونو کې کار کول د امریکایانو غلامي ده خو مونږ مجبور یو ځکه غریبي ده او کاروبار نشته، آیا مجبوریت تاسې ته اجازه درکوي چې خپله مور امریکایانو ته پریږدئ او بچي یې ووژنئ؟؟؟
سرتیریه!
که وطن رښتیا هم ستا مور وي نو باید چې سر له نن نه نور په خود شې او د مور حق دې ادا کړي او هغه دا چې له فرصت نه په استفادې سره د خپلې وسلې شپیلۍ د خپلې مور د بچیو لوري ته نه بلکې د دښمن لورې ته یې واړوې او دغه بې رحمه دښمن چې ستا د مور بچي وژني او شهیدانوي او ستا مور ته زیان راړوي خپل زړه یخ کړې او د خپلې مور حق په رښتیا سره ادا کړې.
او که فرضا له دې حقیقته سترګې پټوي نو بیا مهرباني وکړه او د درواغو ادعاوې دې مه کوه او مه د خلکو په سترګو کې خاورې شینده بیا په ډاګه ووایه چې د مور نمک حرامه ځوی یم، او دا ومنه چې ته د وطن اصیل بچی نه بلکې د هغه چا بچي یې چې ډالر درکوي او په مقابل کې ته د خپلې مور بې عزتي کوي او هم یې په بې عزتۍ کولو سترګې پټوې او هم پخپل لاس بچي وژني او هم یې په وژل کیدا سترګې پټوې.
یا خو د دې خاورې زوی نه یې او که یې نو دې ته بیا د مور نمک حرامه ځوی وایي چې د مور له دښمن سره یو ځای د هغه په چوپړ او د خپلې مور او د مور د بچیانو په دښمنۍ کې شپه او ورځ لالهانده ګرځي، او د دنیا یو څو ورځو چټلو شپو او ورځو دومره تیرویستلي چې مرګ چې خورا نږدې دی هغه یې داسې هیر کړی لکه بیخي چې نه مري او آخرت یې داسې هیر لکه هسې افسانوي کیسې یې چې اوریدلي وي.
خو سرتیریه!
خپله غاړه درباندې خلاصوو ، د دې لپاره چې د دنیا او آخرت له دواړو شرمونو او رسواییو خلاص شي سر له نن نه په خپل ګریوان کې فکر وکړه او خپل چټل مسیر په پاک مسیر بدل کړه، پر کومه لاره چې روان یې دا ستا او ستا د کورنۍ او د ستا د بچیانو د تباهۍ او بربادۍ لاره ده، خو په ضمن کې دا یادونه هم درته کوو چې سره دې بیا هم ښه طلایی چانس او فرصت په لاس کې لرې چې له موقع نه په استفادې سره خپل مسؤلیت ادا کړي او د خپلې مور دښمنان د همغوی په ګولیو چې تاته یې د ورور د وژلو لپاره درکړي غلبیل غلبیل کړې.
بیا به ته سره له همدغې ورځې په حقیقي ډول د همدې مور بچي وې که نه ته یا د مور بچي نه یې او یا نمک حرامه بچي یي.
















