پاکستان- کوټه: ترافيکي پيښه کې څوارلس کسان مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۳)

تيره شپه د پاکستان بلوچستان ایالت کې په يوه ترافيکي پيښه کې څلورويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خبر له مخې، په قلعه سيف الله سيمه کې یوه وېګن موټر او ټرک موټر ټکر کړی چې د ځايي چارواکو په وينا څوارلس کسان پکې مړه شوي او لس تنه نور ټپيان دي.

په مړو شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې شپږ تنه يې د يوې کورنۍ غړي دي.

چارواکي وايي، په یاده پيښه کې ټول مړه شوي کسان د ژوب ښار اوسيدونکي دي په وينا يې دغه ټکر هم د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوی دی.

د معلوماتو پر بنسټ یوازې په روانه مياشت کې په ژوب ښار کې د ترافيکي پيښو له امله شل کسانو مړه شوي او لسګونه نور ټپيان شوي چې ځايي خلک د دغه پيښو لوی لامل د سړکونو خرابوالی او د غير مسلکي خلکو موټر چلول دي.

مربوطه مطالب

Back to top button