کابل ټکی کام ( دوشنبه ، ۱۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دوروستیو اورښتونو په نتیجه کې دسمنگان ولایت په ګډون یوشمېر نورو ولایاتو کې هم خلکو ته مالي اوځاني تلفات اوښتي.
د سمنګان ولایت دوالي ویاند صدیق عزیزي وایي ددې ولایت په ایبک ولسوالۍ کې د سیلابونو په وجه ١٥٠ کورونه نړېدلي دي او اوسیدونکي یې ښوونځیو او مصئون ځایونو ته لېږدول شوي دي.
عزیزي وایي د موسمي بارانونو په نتیجه کې راغلیو سیلابونو د لرغان کلي په ساحه کې د سمنگان-بلخ لویه لار هم بنده کړې ده.
روان کال سختو سیلابونو او بارانونو په هېواد کې ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.
کندهار، هرات، بادغیس، پروان او فراه هغه ولایتونه دي چې ډېری ولسوالۍ یې سیلابونو و ځپلې، او په لوړه کچه ځاني اومالي تلفات یې اوسېدونکو ته ور واړول.


















