(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۳)
د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو تر منځ په خپلمنځي نښته کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور زياتوي، نښته د يادې ولسوالۍ په بازار کې د سرحدي پوليسو تر منځ تر لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې چې یو ملکي ماشوم او درې سرحدي پوليس وژل شوي، پنځه پوليس او یو ملکي وګړی ټپيان دي.
تر اوسه د کندهار امنيتي مسوولينو په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دی ويلي خو امنیتي سرچينې وايي، نښته د چټک غبرګون د قوماندان عطاءالله او قوماندان صالح د ساتونکو تر منځ شوې ده.
د نښتې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.
تر دې مخکې هم په روزګان، هلمند کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې د دولتي ځواکونو ، نا مسووله وسله والو او خپلسرو قوماندانانو تر منځ د واک د ترلاسه کولو او بيلابيلو لاملونو پر سر خپلمنځي نښتې رامنځته شوي چې تر ډيره پکې ملکي خلک زيانمن شوي دي.


















